1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاینمایر: اروپايي اتحادیه باید متحده شي

ستار جهش/ آزانسونه۱۳۹۴ آذر ۲۰, جمعه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر د پنجشنبې په ورځ وویل چې اروپایي اتحاديه باید اروپا ته د راتلونکو مهاجرو پر وړاندې په متحد ډول عمل وکړي او که نه د مهاجرو د کړکیچ په تنظیم کې به پاتې راشي.

https://p.dw.com/p/1HLoB
Deutschland SPD-Bundesparteitag
شتاینمایر د سوسیال دیموکرات ګوند پخوانی مشرانځور: Reuters/F. Bensch

اټکل کیږي چې سږ کال به آلمان ته یو میلیون مهاجر ورسیږي او دا هیواد په اروپایې اتحاديې کې له نورو هیوادونو څخه غواړي چې د دې کړکیچ په تنظیم کې مرسته وکړي خو د اروپایې اتحادیې ځینې غړیو ،خصوصا د شرقي اروپا هیوادونه، د آلمان دې غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی.

د سوسیال دیموکرات ګوند په کلنیزې غونډه کې د وینا پر مهال شتاینمایر وویل: « یا خو به اروپا په متحده توګه د هغو سلونو زرو کسانو سره همدردي ښیي چې مرسته ته اړتیا لري او یا خو به یو ځل بیا موانع ودروي.»

شتاینمایر د سوسیال دیموکرات ګوند پخوانی مشر دی او دا ګوند د انګلا میرکل د حکومت متحد دی. شتاینمایر همداراز زیاتوي: «او بیا [که اروپایې هیوادونه خپلې پولې بندې کړي نو] د یو متحدې اروپا ارمان به ټوټه ټوټه شي.»

هغه همداراز غوښتنه وکړه چې د اروپا پر پروژې باید جدي اقدامات تر سره شي او همدا راز د ښي اړخو سره مخالفت وشي.

د شتاینمایر دا څرګندونې په فرانسې کې د یکشنبې په ورځ د ښي اړخه ملي جبهې (National Front) بریا څخه وروسته شریکې شوي دي. په فرانسې کې د ملي جبهې بریا د ۲۰۱۷کال د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د دې هیواد په سیاسي حالاتو کې یو ستر بدلون راوستی دی.

Deutschland SPD-Bundesparteitag Logo Delegierte
انځور: Reuters/F. Bensch

مارتین شولس، د آلمان د سوسیال دموکرات ګوند غړی او د اروپايي پارلمان مشر، تیره اوونۍ وویل چې اروپایي اتحادیه د تجزیې له ګواښ سره مخامخه ده او د دې اتحاديي ملاتړې باید هڅه وکړي چې دا اتحادیه متحده وساتي.

اټکل کیږي سږ کال په آلمان کې یو میلیون کسان د پناه غوښتنه وکړي. د صدراعظمې انګلا میرکل د پرانیستو دروازو پر تګلارې د هغې د حکومت ځینو متحدینو نیوکې کړي دي. همداراز د اروپایې ټولنې ځینې غړي هیوادونه هم د مهاجرو له منلو څخه ډډه کوي او پر خپلو پولو یې اغزن سیمان غزولي دي.

آلمان ته د ډیر شمیر مهاجرو د رسیدو له کبله د پیګیدا او AfD ملاتړې هم ډیر شوي دي چې د آلمان حکومتي چارواکي یې هم په اندیښنه کړي دي. دا غورځنګونه له حکومت څخه غواړي چې نور مهاجرو ته پناه ورنکړي او همدا راز د پرانیستو دروازو تګلارې ته هم د پاې ټګۍ کیږدي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب