1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاينماير: «د يو ځای کېدلو بهير ته بايد وده ورکړو»

۱۳۹۶ دی ۳, یکشنبه

وېره، بې وسي او ناډاډمنتيا؟ د آلمان د ولسمشر فرانک والتر شتاينماير په خبره دغسې منفي احساساتو ته ضرورت نشته، سره له دې چې ځينې شيان له مخکې نه شي اټکل کېدلی. د اوسني پېچلي حالت پای هم د شتاينماير په نظر تر سترګو کيږي.

https://p.dw.com/p/2ptOL
Weihnachtsansprache Bundespräsident
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان له پارلماني ټاکنو راهيسې اوس درې مياشتې تېرې شوې دي، خو په آلمان کې سياسي وضعيت لا منظم شوی نه دی. تر اوسه لا د آلمان پخوانی حکومت په قدرت کې دی، خو يوازې د سرپرستانو په صفت. دغه حکومت هغه څه اداره کوي چې موجود وي، غير له دې بيا هر څه په ټپه ولاړ دي.

د آلمان پارلمان هم، سره له دې چې هغه رامنځ ته شوی او په تيوري کې کار ته هم آماده دی، خو د انتظار په حالت کې قرار لري. تر هغه پورې چې ګوندونه د یوه کارنده ائيتلاف په سر توافق نه وي کړی، يعنې دا معلومه نه شي چې کوم ګوندونه به حاکم او کوم نور به په اپوزيسون کې وي، مهم پارلماني پلاوي چې پارلماني کار په کې صورت نيسي، خپل کسان نه شي ګومارلی.

د آلمان وار په وار لا ډېر اتباع، دغه حالت ته حيران دي، خو آيا هغوی بايد اندېښنې هم ولري؟ د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاينماير، د کريسمس په پلمه په خپله وينا کې «نه» وايي. هر هغه څه چې «له مخکې نه شي اټکل کېدای» بايد د سړي «د اندېښنې» سبب ونه ګرځي. حتی د حکومت داسې تشکيل چې «په غير عادي ډول» ډېر انتظار ايستلو ته اړتيا لري.

ولسمشر شتاينماير په دې هکله وايي: «زه درسره ژمنه کوم چې: دولت د هغو مقرراتو له مخې عمل کوي چې زموږ اساسي قانون يې د دغسې يوه وضعيت له پاره په نظر کې لري، سره له دې چې دغسې مقررات په تېرو لسيزو کې هيڅکله هم عملي شوي نه دي. له دې کبله موږ باور او ډاډ ورباندې لرلی شو.»

د بيت لحم شپانه هم ډېر زړور ول

باور او خوشبيني، دغه دوه لغتونه د آلمان د ولسمشر د کريسمس د وينا اصلي ټکي او هغه سره کرښه هم ده چې پسې تعقيبيږي. دغه وينا د کريسمس د لومړۍ ورځې په ماښام د آلمان د تلويزيوني چېنلونو له خوا خپرول کيږي. شتاينماير غواړي خلک زړورتيا ته راوبولي، سره له دې چې په آلمان او نړۍ کې سياسي اوضاع ناڅرګنده غوندې ايسي.

ولسمشر له دې کبله وايي: «موږ په داسې وخت کې ژوند کوو چې تل په کې له ناڅرګندو شيانو سره مخامخيږو. دغه زموږ د ناډاډمنتيا سبب هم ګرځي.»

د ده په خبره اکثره خلک د تداوم او ډاډ يا اطمينان په لټه کې دي. شتاينماير د کريسمس کيسې ته په اشارې سره وويل: «که موږ انسانان زړور او د نه اټکل کېدونکو پېښو له پاره پرانيستي نه وای، نو د بيت لحم څخه مخکې به شپانه سره بېل شوي وای.»

شتاينماير دا هم وويل: «موږ په تېرو لسيزو کې تل کړکېچونه شا ته پرې ايښي دي او په ځان کې مو نوښت او بدلون راوستی دی. موږ داسې هېواد پاته شوي يو چې اقتصادي معقوليت او همداراز ټولنيز عدالت په کې د سياست د اصلي اصولو په توګه شمېرل کيږي.»

شتاينماير اضافه کړه: «موږ داسې هېواد يو چې د دې وس او اراده هم لرو چې يووالی او اتحاد ټینګ کړو او د يو ځای کېدلو بهير ته وده ورکړو.»

خو د ده په خبره بايد د دې هدف له پاره لا ډېر کار وشي. نه يوازې د سياستوالو له خوا، بلکې د وګړو او اتباعو له خوا هم.