شاه رخ خان او سلمان خان بيا يوځای راڅرگنديږي
شاه رخ خان او سلمان خان وروستي ځل په ۲۰۰۷م کال کي يو ځای د سېنما پر پرده راڅرگند سوي ول. د هند د فلمي نړۍ دغه تر ټولو بريالي ستوري به اوس يووار بيا په ګډه د سينما پر پرده راسي. نور معلومات په دغه انځوريز راپور کي:
هندي فلم جوړونکی کبير خان چي دلته د هندۍ ايکټري کاترینا کیف سره په انځور کي معلوميږي، د هندي فلمي نړۍ بريالۍ څېره بلل کيږي. نوموړي د هندي فلمي نړۍ د دوو تر ټولو مشهورو ستورو شاه رخ خان او سلمان خان څخه هيله کړې چي په فلم کي يې په ګډه راڅرګند سي.
شاه رخ خان او سلمان خان وروستی وار په «اوم شانتي اوم» نومي فلم کي يو ځای د کېمرې مخي ته درېدلي ول. سلمان خان د ځينو نورو مهمو هندي فلمي ايکټرانو تر څنګ د دغه فلم په «ديوانګي ديوانګي» سندره کي د مېلمه ممثل په توګه راڅرګند سوی ؤ.
«اوم شانتي اوم» د شاه رخ خان او سلمان خان وروستی فلم ؤ چي يو ځای ئې پکښي کار کړی وو. په دغه فلم کي د سلمان خان تر څنګ، راني مکهرجي، جتندر، ابيشک بچن، کاجول، کرشما کپور، سيف علي خان، ارباز خان او ګن شمېر نور هندي ايکټران هم د مېلمه ممثلينو په توګه راڅرګند سوي ول.
«اوم شانتي اوم» فلم د برلين په فلمي مېله «برليناله» کي په ۲۰۰۸م کال وښودل سو. شاه رخ خان هم په دغه مېله کي د ګډون له پاره برلين ته راغلی وو. د شاه رخ خان او سلمان خان د بېرته ملگرتيا خبرونه له تقريباً يو کال راهيسي خپريږي.
د شاه رخ خان او سلمان خان تر منځ د رسنيو د راپورونو له مخي هغه وخت یوه لانجه رامنځ ته سوه چي په ۲۰۰۸م کال کي د کاترينه کيف د کاليزي په محفل کي د دواړو تر منځ ږغونه سره پورته سول. ويل کيږي چي شاه رخ خان و سلمان خان ته د هغه د پخوانۍ ملګرۍ ايشوريا رای په هکله څه وويل چي له کبله يې سلمان خان سخت خفه سو.
د ۲۰۰۸ کال د دغه محفل په هکله ويل کيږي چي شاه رخ خان او سلمان خان نژدې ؤ چي يو بل ته لاس واچوي، خو د عامر خان له خوا سره ليري کړل سول. تر دغي پيښي وروسته د شاه رخ خان او سلمان خان تر منځ اړيکي تر ۲۰۱۳م کاله پوري بالکل سړې وې.
که څه چي شاه رخ خان او سلمان خان له زيات وخت راهيسي وايي چي تر منځ يې هيڅ لانجه نه سته، خو د ۲۰۰۸م او ۲۰۱۳م کال تر منځ د هغوی د خوابدۍ خبرونه د هندي فلمي نړۍ د خبرونو يوه برخه وه. خو له۲۰۱۶ کال راهيسي دغه دواړه ايکټران بېرته يو له بل سره د فلمونو په مشهوره کولو کي مرسته کوي او يو ډول «ملګري» سوي دي.
د ټايمز آف انډيا په نوم رسنۍ د خبر له مخي د ۲۰۱۷م کال په ډسمبر مياشت کي به سلمان خان او شاه رخ خان په ګډه د کبير خان د «ټيوب لايټ» په نوم فلم کي په گډه راڅرگند سي. د راپور له مخي د دغه کار د ممکن کولو له پاره د دغه فلم کارونه هم ځنډول سوي، څو د دواړو مصروفو ايکټرانو له پاره ممکنه سي چي پکښي کار وکړي.