1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"شانگهای بايد د نړۍ په امنيتي او اقتصادي چارو کي مهم رول ولري"

۱۳۹۰ آبان ۱۷, سه‌شنبه

د روسيي لومړي وزير ولاديمير پوتين، او چينايي سيال يي د شانګهای سازمان په غونډي کي چي د روسيې په سانکت پيترسبورګ کي جوړه سوې وه، پرغړو هيوادونو ږغ وکړی، چي په اسيا کي لا ډيره پانګه اچونه وکړي.

https://p.dw.com/p/136ek
«د شانګهای غړي هيوادونه بايد په خپلمنځي معاملو کي د خپلو پولي واحدونو څخه کار واخلي»
«د شانګهای غړي هيوادونه بايد په خپلمنځي معاملو کي د خپلو پولي واحدونو څخه کار واخلي»انځور: AP

د شانګهای په دغه غونډه کي چي د دوشنبې په ورځ جوړه سوې وه قزاقستان، تاجکستان، قيرغستان او ازباکستان هم ګډون درلودی.

پوتين په دې غونډه کي پر غړو هيوادونو ږغ وکړی، چي د يوه ګروپ په توګه عمل وکړي او په نړۍ کي په اقتصادي او امنيتي چارو کي مخکښ رول ولري:

«موږ بايد د هغه هدف له پاره کار وکړو، چي غواړو خپل سازمان په نړۍ کي د امنيتي او سياسي چارو په برخه کي په يوه مخکښ سازمان بدل کړو.»

د هغه په وينا دغه موضوع د نړۍ په اوسنيو شرايطو کي ډير ارزښت لري. هغه زياته کړه چي د شانګهای غړي هيوادونه بايد د سيمه ييزو بنسټونو جوړولو ته هم خپله توجه واړوي.

پوتين په دې برخه کي د بريښينا د انتقال له يوې دوه بيليون ډالري پروژې څخه يادونه وکړه او وئې ويل چي روسيه آماده ده په دغه برخه کي۵۰۰ميليونه ډالر مرستي وکړي.

د پوتين په وينا د افغانستان امنيتي وضعيت او د مخدره توکو تجارت د شانګهای سازمان د پرمختګ په وړاندي تر ټولو لوی غنډ دی.

د شانګهای په غونډه کي د چين لومړي وزير، وين جيا باو، هم وويل، چي ددغه سازمان لومړيتوب بايد په اسيا کي د ترانسپورتي بنسټونو، لکه د واټونو او پايپ لاينونو جوړول وي:

« موږ په سيمه کي د ترانسپورتي سيسټم د مدرنولو پلويان يو. چين به دغه شان پروژو ته کم سود لرونکي پورونه ورکړي.»

وين دغه راز زياته کړه، چي د شانګهای غړي هيوادونه بايد په خپلمنځي معاملو کي د خپلو پولي واحدونو څخه کار واخلي، نه د نړيوالو قوي پيسو څخه.

پوتين هم د شانګهای پر غړو هيوادونو ږغ وکړی، چي د يورو د زون د مالي ستونزو پر ځای بايد خپلو افتصادي ستونزو ته پام وکړي. پوتين په واضيح توګه ويلي دي، چي د اروپا د مالي ستونزو له کبله به د انرژۍ بيي را کښته نه کړي:

«موږ غواړو چي د يورو د زون ستونزي حل سي خو موږ ددې ستونزي له پاره د خپلي انرژۍ بيه نه کموو.»

ايران، هندوستان، منګوليا او پاکستان هم د شانګهای په غونډه کي د کتونکو غړو په توګه ګډون کړی وو. دا په داسي حال کي ده چي افغانستان او ترکمنستان په دې غونډه کي د مېلمه غړو په توګه ګډون کړی وو.

آژانسونه: مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل