1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیګار: امریکا د افغانستان پر ثبات په میلیاردو ډالر ضایع کړي

۱۳۹۷ خرداد ۳, پنجشنبه

د افغانستان د بیا رغوني بهیر د څار امریکایي ادارې یا سیګار، ویلي چې امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ د افغانستان د ځینو برخو پر باثباته کولو باندې په میلیاردو ډالر ضایع کړي دي.

https://p.dw.com/p/2yH4l
Signum des U.S. Special Inspector General for Afghanistan Reconstruction

د سیګار له خوا په یوه خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې واشنګټن په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان باندې تر برید وروسته د ځان له پاره غیر واقعي توقع ګانې ټاکلې وې. رپوټ زیاته کړې ده چې امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د دولتي بنسټونو د رامنځ ته کولو او اصلاح په برخه کې خپلې وړتیاوې له حده ډیرې لوړې اټکل کړې وې.

د سیګار مشر جان سپکو په واشنګټن کې د دې رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل: «که څه هم د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ د یو شمیر ناامنو سیمو د آرامولو له پاره او د افغانستان د هغو برخو د باثباته کولو په موخه چې د [یاغیانو او حکومت پلوه ځواکونو تر منځ] لاس په لاس کیدې، ځینې د ستاینې وړ هڅې شوې دي، خو بیا هم دغه پروګرام په ډیرو برخو کې ناکامه شوی دی.»

هغه زیاته کړه: «دا کار د یو شمیر لاملونو له کبله شوی چې په کې په یوازې ځو کلونو کې د یو شمیر غیر واقعي توقع ګانو رامنځ ته کول هم شامل دي.»

په رپوټ کې راغلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو پوځ مرستندویه ادارې اړ کړي دي چې په داسې سیمو کې چې لا هم د طالبانو او حکومت پلوه ځواکونو تر منځ لاس په لاس کیدې، ښوونځي او نور بنسټونه جوړ کړي. د رپوټ په حواله له همدې کبله دغه پروژې ناکامه شوې دي.

په رپوټ کې راغلي دي: «د اداري فساد او یو شمیر محدودو کسانو له خوا د منابعو نیولو فرصتونه ډیر شول، چې له کبله یې د دغو پروژو تاوان تر ګټې ډیر زیات وو.»

د سیګار ادارې څیړونکو موندلې ده چې واشنګټن خپلې توقع ګانې او پروګرامونه د افغانستان له شرایطو سره برابر نه وو جوړ کړي. زیاته شوې ده چې په ډیرو کمو مواردو کې یوه ولسوالۍ د ایتلافي ځواکونو د حضور تر پای ته رسیدو وروسته هم باثباته پاتې شوې ده.

سیګار ویلي دي: «د امریکا متحده ایالاتو ادارو چې تر ډیر زیات فشار لاندې ول چې ژر ناامنه ولسوالۍ باثباته کړي، ډیرې زیاتې پیسې په چټکتیا سره په داسې یوه هیواد کې مصرف کړي دي چې هیڅ د دغو پیسو د جذب له پاره چمتو نه وو.»