1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيګار: غني په احتمالاً په ميلیونو ډالر له ځان سره نه دي وړي

۱۴۰۱ خرداد ۱۷, سه‌شنبه

د افغانستان د بيارغونې له پاره د امریکا حکومت د څار اداره، سیګار، وايي د افغانستان پخواني ولسمشر، اشرف غني، د طالبانو د واکمنیدو پر مهال، احتمالاً په یقین سره له کابله د غلا شوو ميلیونو نغدو ډالر سره نه وو وتلی.

https://p.dw.com/p/4CLlb
USA I Washington I Afghanistans Präsident Ashraf Ghani und Präsident Joe Biden
انځور: Jonathan Ernst/REUTERS

په دې اړه د سیګار د دوشنبې ورځې رپوټ چې په پام کې د سه شنبې په ورځ خپور شي، یو موقتي سند دی، او دغه اداره لا هم غني ته د استول شوو پوښتنو ځواب ته انتظار باسي.

په دې تړاو لومړنی رپوټ د پوليټيکو رسنۍ له خوا ورکړل شوی وو، چې په هغه کې له شاهدانو او همدارنګه يو شمیر هغو چارواکو سره مرکې شوي چې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د تيښتې پر مهال د چورلکو په کاروان کې له غني سره مل ول. طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د کابل ښار ته داخل او واک ېې ترلاسه کړ.

تر هغه وروسته ډير داسې رپوټونه ورکړل شول چې غني او نورو چارواکو د افغان حکومت تر ۱۶۹ ميليونه پورې ډالر له ځانه سره وړي دي. خو غني دغه ادعاوې تل په کلکه رد کړي دي.

په رپوټ کې ويل شوي دي: «که څه هم سيګار موندلې چې د ارګ له محوطې څخه يو مقدار نغدې پيسې د چورلکو منځ ته وړل شوي، خو شواهد ښيي چې دغه مقدار پیسې د يو ميلیون څخه ډیرې نه وې او ممکن ارزښت به تر ۵۰۰ زره ډالرو ته نژدې وو.»

دغه خبرې له عيني شاهدانو او ښکيلو چارواکو سره پر کړو مرکو او د څيړنو پر اساس شوي دي. دوی ټولو په خپلو مرکو کې ويلي دي چې دوی په چورلکو کې چې د ژوند ژغورلو په مقصد له خلکو ډکې وې د دومره لوېې اندازې نغدو پيسو کومه نښه نښانه نه ده ليدلې.

سيګار اندازه لګوي او زیاتوي چې «د ۱۶۹ ميليونه ډالرو د سلو نوټونه، چې يو بل سره سر په سر بسته کاري شوي وي، د ۷نیم فوټه (۲متره او ۳۰ سانتي) په اوږدوالي، ۳ فوټه سور او ۳ فوټه لوړوالي سره یو بلاک جوړوي... دغه بلاک کیدی شي ۳۷۲۲ پوڼده، نژدې دوه ټنه وزن ولري.» سيګار زياته کړې چې عیني شاهدانو په چورلکو کې د «کوچنيو بکسونه» خبره کړې او دا چې هیلکوپترې د کارګو ظرفیت نه درلود.

Afghanistan I Lage in Kabul spitzt sich zu I 15.08.2021
طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د کابل ښار ته داخل او واک ېې ترلاسه کړ - طالبان په ارګ کېانځور: Zabi Karim/AP/picture alliance

خو یوه پخواني ارشد چارواکي سيګار ته ويلي دي چې يوه چارواکي شاوخوا ۲۰۰ زره ډالر، بل شاوخوا ۲۴۰ زره ډالر او نور د «۵ زرو تر ۱۰ زره پورې ډالر په خپلو جیبونو کې له ځانه سره لرل....هيڅ چا په ميلیونو نه درلودل.»

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې که [پورته معلومات] رښتیا وي، دا په درې واړو چورلکو کې د نغدو پیسو ټول مقدار شاوخوا ۵۰۰ زره جوړوي او ۴۴۰ زره نور امریکايي ډالر د افغان حکومت اړوند وو.

 سیګار همدا راز داسې مشکوک حالت تشخیص کړی چې ترې ښکاري شاوخوا ۵ میلیونه نغد ډالر احتمالاً په ارګ کې پاتې شوي دي.

روښانه نه ده چې دغه پیسې له کوم ځايه راوړل شوې وې او يا د څه له پاره وې، خو «ظاهراً دغه پیسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د حفاظتي خدماتو د ادارې غړو د چورلکو تر پرواز وروسته ويشلي، البته مخکې له هغې چې طالبان د ارګ ماڼۍ ونيسي.»

په دغه رپوټ کې ويل شوي چې د هغه وخت له وضعیته داسې ښکاریده چې د افغانستان حکومت د خزانې لوټولو له پاره په کافي اندازه او ښه فرصت موجودې وو. خو سیګار زیاته کړې چې دوی په کافي اندازه شواهد نه لري ترڅو دا مشخصه کړي چې د سقوط پرمهال آیا په ریښتیا هم په میلیونونه ډالر له افغانستان څخه د افغان چارواکو له خوا انتقال شوي او یا دا چې غلا شوې پیسې د امریکا متحده ایالاتو د حکومت له لوري [افغان حکومت] ته ورکړل شوې وې.