1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیپري: په ټوله نړۍ کي دفاعي لگښتونه اوج ته رسېدلي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۳, دوشنبه

په میلیارډونو پیسې د وسلو له پاره. د سولې څېړونکو اوس محاسبه کړې چي تیر کال نړۍ د پوځي وسلو له پاره په بې ساري ډول ډېري پیسې لگولې دي. هغوی دا هرڅه ټولیزي سیاسي فضا ته منسوبوي.

https://p.dw.com/p/4f2J5
Polen | Polnische Soldaten auf Panzern nehmen an einer Militärparade in Warschau teil
انځور: Wojtek RADWANSKI/AFP

تیر کال دولتونو د بل هر وخت په پرتله ډېري پيسي د ولسو پر رانيولو مصرف کړي دي. لکه څنگه چی په ستاکهولم کي د سولې د څېړنو نړیوال انستیتوت (سیپري) د دوشنبه په ورځ خبر ورکړی دی، په ۲۰۲۳م کال کي په نړیواله کچه، ۲ اشاریه ۴ بیلیونه امریکايي ډالره د پوځي اهدافو له پاره سرمایه گذاري سوي دي چي د هغه د تیر کال په پرتله د  ۶ اشاریه ۸ سلنې زیاتوالي په معنی ده. همدارنگه د اول وار له پاره له ۲۰۰۹م کال راهیسي دغه ډول لگښت په ورته وخت کي د نړۍ په ټولو لویو وچو کي ډېر سوی دی.

د سیپري په حواله په ۹۱۶ میلیارده امریکايي ډالرو لګښټ سره امریکا متحده ایالات تر ټولو مخکي دي، وروسته تر هغه د ۲۹۶ اټکل سوو میلیاردو ډالرو په لرلو سره چین دوهم او همدارنگه د ۱۰۹ میلیارده اټکل سوو ډالرو په لگښت روسیه دریم ځای لري.

ټولو درو سرو هیوادونو د هغه د تیر کال په پرتله په ښکاره ډول ډیرې پیسې لگولي دي. امریکا متحده ایالاتو څه ناڅه ۲ اشاریه ۳ سلنه، چین ۶ سلنه او روسیې حتی ۲۴ سلنه. د دغو محاسبو له مخي آلمان د څه ناڅه ۶۹ میلیاردو ډالرو په لگښت سره په نړیواله سطحه اوم ځای خپل کړی دی، چي د هغه د تیر کال په پرتله ۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د داخلي ناخالص تولید له مخي، اوکرایند فهرست په سر کي ځای لري. دغه هیواد چي اوس هم د روسیې د بریدونو پر وړاندي د ځانه دفاع کوي، د خپل ناخالص تولید ۳۷ سلنه د پوځي اهدافو له پاره کاروي. د سیپري په حواله د ۲۰۲۲م کال په پرتله د نوموړي هیواد پوځي لگښت د ۵۱ سلنې په لوړوالي سره څه ناڅه ۶۵ میلیونو ته رسېدلی دی او په دې ډول له آلمان وروسته دغه هیواد د فهرست اتم ځای خپل کړی دی.

د سيپري د پلټونکو مشر نان تیان، په خبره: «د پوځي لگښتونو له پاره دغه بې ساری ډېرښت، د نړیولې سولې او امنیت د ارزښت د کمولو پر وړاندي مستقیم جواب دی.» هغه زیاتوي: «حکومتونه خپل پوځي ځواک ته ترجیع ورکوي، خو مخ په زیاتیدونکي ډول ځان د امنیتي او جیو پولیتکي سیاستونو په یوه نامعلوم چاپیریال کي د یوه مارپیچه غبرگون د اقدام له گواښ سره مخامخ کوي.»

GP/NZ/AG