1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږکال ۲۳۰۰ انساني قاچقچیان نیول شوي

آژانسونه۱۳۹۴ شهریور ۲۲, یکشنبه

په آلمان کې د انساني قاچاق اړوند جرمونه د تیرکال په پرتله څلویښت سلنه زیاته شوي دي. د چارواکو د وینا له مخې د مهاجرو قاچاقچیان اکثرا له هنگري (۲۵۶)، رومانیا (۲۰۷)، سورېې (۱۸۴)، بلغاریا (۱۱۶) او صربستان (۱۱۳) څخه دي

https://p.dw.com/p/1GVno
په مختلفو نقلیه وسیالو کې مهاجرین قاچاق کیږي
په مختلفو نقلیه وسیالو کې مهاجرین قاچاق کیږيانځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

آلماني او اروپايي ادارې غواړي د دغو جرایمنو پرضد پراخ عملیات پیل کړي. د جنوري له پیل څخه تر اوسه ۲۳۰۰ قاچقچیان نیول شوي دي.

د آلماني ورځپاڼې «بیلد ام زونتگ» د یو رپوټ له مخې د ۲۰۱۴ کال په پرتله سږکال ډیر زیات په انساني قاچاق تورن کسان نیول شوي دي. هغې ورځپاڼې د کورنیو چارو د وزارت په حواله وویل چې د سپتمبر تراتمې پورې ۲۳۳۶ انساني قاچاقچیان نیول شوي دي.

د یو زیات شمیر انساني قاچاقچیانو نیولو ته په کتو سره د آلمان د کورنیو چارو وزیر، توماس دیمیزیر غوښتنه کړې دهچې د سازمان شوو جرایمو پر ضد باید په هر اړخیزه توگه مبارزه وشي. دیمیزیر نوموړې ورځپانې ته وویل: «په اتریش کې په یو یخچال لرونکي لارې موټر کې د انسانانو د خفه کیدو د غمجنې پیښې څخه وروسته باید دا ټولو ته روښانه شوې وي چې دغه قاچاقبران په یو ډيرغیرانساني ډول د انسانانو د ژوند په قیمت تجارت کوي او له دې لارې پیسې گټي.»

په دغې یخچال لارې کې د ۷۱ مړه شوو مهاجرو په جمله کې څلور ماشومان هم شامل ؤ
په دغې یخچال لارې کې د ۷۱ مړه شوو مهاجرو په جمله کې څلور ماشومان هم شامل ؤانځور: Reuters/H-P Bader

په نوموړې یخچال لارې کې ۷۱ مهاجر د هوا د کموالي له امله مړه وموندل شول. د کورنیو چارو وزیر یادونه وکړه: « د دی لپاره چې د داسی پیښو اصلي عاملین حساب او کتاب ته کش کړاي شي او د هغوی د دا ډول غیرانساني اعمالو ته د پای ټکې کيښودل شي» باید له هیڅ ډول هڅي څخه سپما ونه شي.

دغه راز د آلمان د مسیحي سوسیال اتحاد (CSU) عمومي منشي، اندریاز شایر دغې موضوع ته په اشارې سره وویل:«هغه څوک چې انسانان په لارېو کې پټوي او په قاچاقي توگه یی لیږدوي، باید له قانون سره سم سخته سزا وويني.» هغه یادونه وکړه:«هغوي په حقیت کې ډله ایز قاتلین دي!» د آلمان د باوریا د ایالت د فریونگ د سیمې فدرالي پولیسو د وینا له مخې په دې شپو او ورځو کې کابو هر ورځ د پنځو تر لسو پورې د مهاجرو قاچاقچیان نیول کیږي.

«د اړو خلکو د ژوند په بیه په ملیونو گټي»

سربیره پر دې نړیوال پولیس «انترپول» او اروپايی پولیس «ایروپول» د انساني قاچاقچیانو پر ضد یی د یوې پراخې مبارزې لپاره غږ کړی دی. د فرانسې د لیون په ښار کې «انترپول» خبر ورکوي چې دعه دواړه نړیوالې ادارې اوس د مهاجرو د اصلی هیوادونو، ترانزيت او د هغو هیوادونو چې مهاجر ورته د رسیدو هدف لري، د لوړ پوړو پولیسي چارواکو د یوې سرمشریزې لپاره تیاری نیسي. د انترپول رئیس، یورگن ستوک وویل چې «جنايي مجرمینو د هغو انسانانو چې له جگړو، شخړو او غربت څخه په تیښته کې دي، د ژوند په قیمت په ملیونونو گټې ترلاسه کوي.» دغه غیر قانوني پیسې بیا په اختلاس او اداري فساد او په نړیوالو جرایمو کې په کار لویږي.

د ایروپول رئیس، روب واینرایت وویل چې اړوند چارواکي د هغو بیرحمو جنایت کارو ډلو په وړاندې قرار لري چې د خپل غیرانساني کاروبار لپاره له پرمختلو او نوو وسایلو لکه ټولنیزو میدیاو څخه استفاده کوي. د اروپايی پولیسو دغه چارواکي وویل چې مهمه دا ده چې غړي هیوادونه په خپلو منیځو کې معلوماتي تبادلې پراخې کړي.