سږکال د مديترانې سمندرګې له لاري اروپا ته مهاجرتونه
سږکال د مديترانې سمندرګي له لاري اروپا ته نژدې يونيم لک مهاجر رسيدلي دي. نژدې درې زره نور په اوبو کې مړه شوي دي. دا چې دغه مهاجر تر ډیره د کومو هيوادونو دي، په اړه یې معلومات په دې انځوريز رپوټ کې:
۲۰۱۷ کې ۱۴۶۵۳۵ تنه مهاجر
د مهاجرت نړيوالې ادارې د اکتوبر مياشتي د۲۰ مې نيټې د تازه خپرو شويو ارقامو له مخې سږکال له سمندري لارو اروپا ته ټول ټال ۱۴۶۵۳۵ تنه مهاجر رسيدلي دي. دغه مهاجر يونان، ايتاليا او هسپانيا ته رسيدلي دي.
ايټاليا، يونان او هسپانيا
د نژدې يونيم لک مهاجرو له ډلې څخه چې سږکال اروپا ته مهاجر شوي دي، ۱۱۰۳۵۲ تنه يې ايتاليا، ۲۲۹۱۶ يې يونان او ۱۲۴۲۰ یې هسپانيا ته رسيدلي دي.
د مړو شمير
د اکتوبر پر۲۰مه خپاره شوي ارقام ښيي چې په ۲۰۱۷م کال کې شاوخوا ۲۷۸۴ تنه مهاجر په سمندر کې د ډوبيدو له وجې مړه او يا لا درکه شوي دي.
لس هيوادونه
په ۲۰۱۷م کال کې لس هغه هيوادونه چې د سمندر له لاري يې اروپا ته تر ټولو زيات مهاجر لرل، نايجريا يې په سر او مراکش يې په آخر کې دی. د لس واړو هيوادونو پيژنده او د مهاجرو شمير يې په ترتيب کتلای شئ!
۱۰- مراکش ۵۴۰۷/ ۴،۵ سلنه
مراکش په ۲۰۱۷م کال کې د لسو هيوادونو په کتار کې اروپا ته تر ټولو لږ یعنې ۵۴۰۷ تنه مهاجر لرل، دغه شمير په روان کال کې اروپا ته رسيدلو ټولو مهاجرو ۴ اعشاريه ۵ سلنه برخه ده.
۹ سينګال
سينګال ۵۰۵۰ تنه مهاجر، د ټولو مهاجرو ۵،۶ سلنه برخه.
۸ اريتريا
اريتريا سږکال اروپا ته ۵۶۰۱ تنه مهاجر لرل چې د سږکال ټولو مهاجر ۵ اعشاريه ۶ سلنه برخه ده. په دې سره اريتريا په لسو مخکښو مهاجر لرونکو هيوادونو کې اتم ځای لري.
۷ مالي
له مالي هيواد څخه سږکال اروپا ته ۵۹۸۹ تنه مهاجر تللي دي. مالي د اروپا د سږکال مهاجرو ۵ سلنه برخه جوړوي.
۶ ګامبيا
له ګامبيا څخه سږکال اروپا ته ۶۲۹۴ تنه مهاجر رسيدلي دي. دا د ټولو رسيدلو مهاجرو ۶ اعشاريه ۲ سلنه برخه ده. په دې سره کامبيا د سږکال په لسو لومړې درجه مهاجر لرونکو هيوادونو کې شپږم ځای لري.
۵ بنګله ديش
له بنګله ديش څخه سږکال اروپا ته ۸۷۴۷ تنه مهاجر رسيدلي دي. دا د نژدې يونيم لک رسیدلو مهاجرو ۷ اعشاريه ۳ مه برخه ده.
۴ د عاج ساحل
له عاج ساحل څخه سږکال د سمندر له لارې اروپا ته ۹۵۴۴ تنه مهاجر رسيدلي دي چې دا په دغه کال کي اروپا ته د ټولو رسيدلو مهاجرو ۷ اعشاريه ۹ سلنه برخه جوړوي. په دې سره د عاج ساحل په لسو مخکښو مهاجرلرونکو هيوادونو کې څلورم ځای لري.
۳ ګانا
له گانا څخه سږکال د سمندر له لارو اروپا ته ۱۰۲۹۱ تنه مهاجر رسيدلي دي، چې دا اروپا ته د سږنيو رسيدلو ټولو مهاجرو ۸ اعشاريه ۵ سلنه برخه جوړوي.
۲ سوريه
له سوريې څخه سږکال اروپا ته ۱۱۶۵۴ تنه مهاجر رسيدلي دي. دا سږکال اروپا ته د رسيدلو ټولو مهاجرو ۹ اعشاريه ۷ سلنه برخه ده.
۱ نايجريا / تر ټولو زيات مهاجر لرونکی هیواد
نايجريا هغه هيواد دی چې سږکال يې تر ټولو زيات اتباع اروپا ته مهاجر شوي دي. د دغو مهاجرو شمير ۱۶۶۲۴ تنه دی چې اروپا د سږکال ټولو رسيدلو مهاجرو ۱۳ اعشاريه ۸ سلنه برخه جوړوي.
سرچينې:
انځورونه د دويچه ويله له آرشيف څخه او ارقام د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې له ويب پاڼې څخه. چمتو کونکی: محمد کریم صالح