سږ کال دوه میلیونه مسلمانان د حج فریضه ادا کوي
۱۳۹۶ شهریور ۸, چهارشنبهد هر کال په څیر سږ کال هم په سلګونو زره کسان د حج فریضه ادا کوي. د پنجشنبې ورځ د عرفات ورځ ده. د سعودي عربستان د اټکلونو له مخې د شا او خوا نیم میلیون ځایي کسانو په شمول سږ کال له ټوله نړۍ څخه کابو دوه میلیونه کسان د حج مراسم تر سره کوي.
د دغو مراسمو په ښه شان د تر سره کولو له پاره په لسګونو زره امنیتي ځواکونه پر دنده ګمارل شوي دي. په ۲۰۱۵م کال کې د حج د مراسمو پر مهال هله ګوله رامنځ ته شوې وه چې په پایله کې ۲۴۰۰ کسان وژل شوي وو. تر هغې وروسته سعودي عربستان د دغو مراسمو پر مهال امنیتي تدابیر ډیر سخت شول.
په وروستیو کلونو کې د سترو ساختماني پروژو له کبله په دوامداره توګه د هغو کسانو شمیر مخ پر لوړیدو دی چې دغه فریضه ادا کوي. د رسمي ارقامو له مخې په ۱۹۴۱م کال کې مکې ته ۲۴۰۰۰ کسان له نورو هیوادونو څخه د حج د مراسمو د تر سره کولو له پاره تللي وو، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶م کال کې دغه شمیر ۱،۳ میلیونه کسانو ته رسیده. په ۲۰۱۶م کې د ځایي کسانو په شمول دغه شمیر آن ۱،۹ میلیونو کسانو ته رسیدلی وو. سږ کال ښایي د افغان حاجیانو شمیر تر دیرشو زرو او یا تر دې لږ وي.
د قطر هیواد کم شمیر حاجیان
دغه ستر مذهبي مراسم یو ځل بیا د سختو سیمه ایزو کړکیچونو تر سیورې لاندې تر سره کیږي. سږ کال ښایي د سعودي عربستان د ګاونډي هیواد قطر د حاجیانو شمیر ډیر لږ وي. سعودي عربستان په جون میاشتې کې د قطر پر وړاندې له ترهګرو او د خپل سرسخت سیمه ایز سیال ایران سره د اړیکو له کبله پر دغه کوچني هیواد بندیزونه ولګول او خپله یوازینې پوله یې ورسره وتړله. همداشان د سعودي چارواکو په ګاونډي جګړه ځپلي هیواد په حاجیانو کې د کلورا ساري ناروغۍ ته هم توجه اړولې ده.