1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سړې هوا په جوزجان کې ۲۰ تنه وژلي

۱۳۹۵ آذر ۵, جمعه

افغان چارواکو ویلي دي چې سړې هوا په روانه اوونۍ کې له ترکمنستان سره د دې هیواد پولې ته نزدې ۲۰ کسان وژلي دي. د وژل شویو کسانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/2TEDK
Afghanistan, Schäden durch Lawine
انځور: REUTERS/O. Sobhani

 ترکمنستان سره د دې هیواد پولې ته نزدې سړې هوا په روانه اوونۍ کې ۲۰ کسان وژلي دي. چارواکو روښانه کړې ده چې د وژل شویو کسانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي.

د جوزجان ولایت د پولیسو مشر رحمت الله ترکستانی، ویلي دی چې پیښېه د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. په دې سیمه کې ډیرې سختې واورې شوې دي.

په دې سیمه کې بریښنا او روغتیايي مرکزونه نه شته. ښار ته د دې ولسوالۍ رسیدونکې لارې هم د طالبانو له خوا تړل شوې دي. چارواکي اوس دې ته په تمه دي چې هوا یو څه ښه شي ترڅو دوی هغو کسانو چې زیان یې لیدلی دی مرستې ورسوي.

د جوزجان والي لطف الله عزیز، ویلي دي چې د لومړنیو رپوټونو له مخې په وژل شويو کسانو کې لږ تر لږه پنځه ماشومان هم شامل دي. دغه ځايي چارواکي ګواښ کړی دی چې د وژل شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړیدای شي.

عزیز د خپل ولایت له ځایي اوسیدونکي څخه وغوښتل چې له کورنیو بې ځایه شویو سره مرستې وکړي. ډیر شمیر افغانان اوس په ګاونډي سرپل ولایت څخه د طالبانو د بریدونو د ډیریدو له کبله شبرغان ته کډه شوي دي.

 په یوې بله پیښه کې بیا د جمعې په ورځ په جلال آباد ښار کې د سړک د غاړې د یوه ماین د چاودنې له کبله یو پولیس ووژل شو. په لغمان کې هم تیره ورځ د هوان یوې مرمۍ یو ماشوم ووژه.