1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپینې ماڼۍ بیا د بلخ د وضعیت په اړه بیانیه خپره کړه

۱۳۹۶ بهمن ۵, پنجشنبه

د سپینې ماڼۍ له خوا د بلخ د وضعیت په اړه یوه بیانیه کې نوي والي ته د واک د لیږد پر سر د شخړې د ژر او سوله ییز حل باندې تینګار شوی. ښايي اعلامیه د امریکا له دریځ څخه د بیلابیلو برداشتونو د له منځه وړلو له پاره خپره شوي وي

https://p.dw.com/p/2rVGp
Washington Weißes Haus
انځور: picture alliance / landov

دا دریم ځل دي چې امریکا متحده ایالات په دې اړه غبرګون ښيي. لومړی د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس، له افغان ولسمشر سره د بلخ د وضعیت په اړه تلیفوني خبرې کړې وې او د واک پر داسې یوه لیږد یې ټینګار کړی وو چې د خبرو اترو په پایله کې پر موافقه شوې وي.

د بلخ ګوښه شوي والي عطا محمد نور، د مایک پنس د بیانیې هرکلی وکړ او د بیانیې پر هغې برخې یې ډیر ټینګار وکړ چې په کې د مذاکراتو خبره شوې وه. خو تر دې اعلامیې لږ وروسته بیا په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر یوه خبرې کنفرانس ته وویل چې له دې موضوع سره دې د افغانستان د اساسي قانون له مخې چلن وشي او ټینګار یې کړی وو چې د اساسي قانون له مخې ولسمشر اشرف غني، د دې صلاحیت لري چې خپل والیان ګوښه کړي او پر ځای یې نوي کسان وګوماري.

د امریکا متحده ایالاتو د سفیر تر څرګندونو وروسته یو ځل بیا له بلخ ولایت څخه د پخواني والي نیوکې راپورته شوې چې ټینګار یې کاوه چې د امریکا سفیر د افغانستان د اوسني حکومت له جوړښته خبر نه دی.

داسې ښکاري چې د سپینې ماڼۍ وروستۍ اعلامیه د دې له پاره خپره شوې ده چې د بلخ د موضوع په اړه د امریکا متحده ایالاتو موقف روښانه کړي ترڅو ښکیل اړخونه د امریکایي چارواکو څرګندونې په خپله غوښته په اصطلاح تعبیر نه کړي.

په نوې بیانیه کې چې د جنوري پر ۲۴مه نیټه خپره شوې راغلي دي چې سپنیه ماڼۍ د بلخ ولایت پر سر رامنځ ته شوی جنجال له نزدې څاري. په بیانیه کې زیاته شوې: «امریکا متحده ایالات پر ټولو ښکیلو اړخونو باندې غږ کوي چې نوي والي ته د واک د لیږد پر سر شخړه ژر او په سوله ییز ډول حل کړي.»

په بیانیه کې ټینګار شوی دی چې د دې وضعیت دوام یوازې د افغانستان د دښمنانانو او ترهګرو په ګته دی.

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «موږ پر دې باور یو چې دغه شخړه دې په داسې ډول حل شي چې افغان وګړو ته دا ډاډ ورکړي چې د یوه نوي والي ټاکل امنیت ښه کوي او د ملي یووالي حکومت هغه وړتیا لوړوي چې د خلکو پر وړاندې خپل مسوولیتونه ادأ کړي.»

په اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې دا د افغانانو کورنۍ موضوع ده چې باید د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې حل شي. په بیانیه کې راغلي دي: «د دې موضوع په حل کې د تاوتریخوالي له پاره ځای نه شته - او یا هم د دې له پاره [ځای نه شته] چې یو اړخ د شخړې حل د افغانستان د ګتو پر ځای د خپلو ګتو په پام کې نیولو سره وځنډوي.»

په بلخ ولایت کې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د پخواني والي عطا محمد نور، د ګوښه کیدو پر سر تازه سیاسي شخړې رامنځ ته شوې دي. نور ټینګار کوي چې اوسنی حکومت ایتلافي دی، او له دې کبله چې د ده ګوند د حکومت پنځوس سلنه جوړوي، نو ولسمشر د هغه د ګوښه کولو صلاحیت نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر لا وختي د بلخ ولایت له پاره نوی والي ټاکلی دی او د ځایي ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې د والیانو بدلول په حکومتولۍ کې د معمول یو کار دی.