1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپينه ماڼۍ: کيدای سي موږ واشنګټن ته د کرزي د سفر څخه ډه ډه وکړو

۱۳۸۹ فروردین ۱۸, چهارشنبه

د افغانستان د جمهور رييس حامد کرزي ورستۍ لوېديځ ضد يادونو د هغه متحدين په خاصه توګه د امريکا متحده ايالات په غوثه کړي دي...

https://p.dw.com/p/MosD
سپينه ماڼۍ
سپينه ماڼۍانځور: AP

سپيني مانۍ پرون په خپل غبرګون حتي له دې څخه ډه ده وکړه، چي کرزي ته د يو متحد په توګه نوم واخلي. سر بيره پر دې واشنګټن ته د مي د مياشتي په سر کي د کرزي د سفر په هکله هم شک او ترد ښودل سوي دي.

له واشنګټن سره د کرزي اړيکي وروسته له هغه خړي پړي سوې، چي د افغانستان جمهور رييس بهرنيان تورن کړل، چي ګواکي د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کي لاس وهني کړي.

کله چي د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما د مارچ په پاي کي په نا څاپي ټوګه افغانستان ته سفر وکړ، له حامد کرزي سره يي هم وليدل. ددغي ليدني کتني پر وخت، اوباما کرزي ته بلنه ورکړه، چي د مي پر 12 واشنګټن ته سفر وکړي.

د سپيني ماڼۍ وياند رابرت ګېبس پرون وويل:« زه دومره ويلاي سم، چي دغه بلنه لا تر اوسه پر ځاي ده.

خو ګېبس يادونه وکړه:« خو موږ په يقين سره د جمهور رييس کرزي راتلونکي يادوني تر ارزوني لاندي نيسو، چي آيا د دغي بلني لپاره رغونکي دي که نه» .

کله چي له ګېبس څخه پوښتنه وسوه، چي آيا کرزي ته د يو متحده په سترکه کتل کيږي که نه، هغه په ځواب کي همدومره وويل :« کرزي د افغانستان په ډيموکراتيکه توګه منتخب جمهور رييس دي.»

ګېبس په خپلو يادونو کي زياته کره :« اوس هغه وخت رارسېدلي، چي هغه يعني د افغانستان جمهور ريسس د يوې روغونکي حکومتوالي لپاره ښه ګامونه اوچت کړي. زما په نظر دغه وروستۍ يادوني، چي هغه کړي دي، په دې هيواد کي پرته له دي چي ستونزمني وي، بل څه نه دي»

افغان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما په کابل کي د خبرو پر مهال
افغان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما په کابل کي د خبرو پر مهالانځور: AP

د کرزي وروستي دريځ د جمهور رييس اوباما لپاره چي افغانستان ته يي د 30 زرو سرتيرو د استولو امر تير کال ورکړ، کورنۍ سياسي لانجه پيدا کړې ده.

واشنګټن له کرزي څخه غوښتي دي، چي په افغانستان کي د امريکايانو قرباني دي د ښه حکومتوالۍ په بدل کي تلافي کړي او په خپل هيواد کي د اختلاس او ادراي فساد پر ضد مبارزه وکړي، تر څو يو مظبوط او فعال دولت په دغه جګړه ځپلي هيواد کي جوړ سي او د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره لاره هواره سي.

په عين وخت کي پرون ناټو هم د افغانستان د جمهوررييس دورستي يادوني په هکله چي په کندهار کي به د ناټو تر مشري لاندي د پلان سوو عملياتو مخه ونيسي، غبرګون ښکاره کړ.

ناټو وويل، چي د جمهور رييس کرزي دغه ډول يادوني د ناټو ځواکونو له ماموريت څخه، چي په افغانستان کي امن او ثبات ټينګ کړي،د افغانستان د عامه خلکو ملاتړ کمزوري کوي.

د ناټو وياند جيمز اپاتورای وويل:« د نړويالي امنتيي مرستنديو ځواک آيساف په ګډون، نړوياله ټولنه لا تراوسه زيار باسي، چي د افغانستان د خلکو امن خوندي وساتي او په دي لاره کي يې ډيري قرباني ورکړي دي او ورکوي يي. ناټو هڅه کوي، چي افغانستان بيا د تروريزم په ځاله بدل نه سي.

آپاتورای زياته کړه: ناټو هيله منده ده، چي د افغانستان خلک او د هغوی مشران د نړيوالي ټولني دغو قربانيو ته په درنه سترګه وګوري.

AFPE/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل