1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سُني قبيلې د «اسلامي دولت» پر ضد وسله پورته کړې

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۵, یکشنبه

د اسلامي دولت وسله والې ډلې خپل مهم ملاتړي له لاسه ورکړي دي. د عراق يو شمېر سُني مذهبه قبيلې غواړي چي له خپلو سيمو څخه د اسلامي دولت جنګيالي وشړي.

https://p.dw.com/p/1CjUb
انځور: Reuters

د دغه کار لپاره دغه قبيلې حتی د عراق د دولتي پوځ سره همکاري ته چمتو دي. دا خبره د عراق په لوېديځ ولايت انبار کي د سُني مذهبو د يوې قبيلې مشر احمد ابو ريشا د يوې کُردۍ رسنۍ سره د مرکې پر وخت کړې ده.

ابو ريشا ويلي دي چي د هغه وسله وال قبايلي جنګيالي به په راتلونکو ورځو کي د اسلامي دولت جنګيالي د فلوجه څخه وشړي. نوموړي زياته کړې ده چي په دغه کار کي يې حتی د عراق د دولتي ځواکونو سره همکاري په پام کي نيولې ده.

د سُني قبيلو لخوا د «اسلامي دولت» نومې ډلې پر ضد د وسله پورته کولو خبر په داسي حال کي ورکول کيږي، چي تر مخه داسي اټکل کېدی چي سُني مذهبه قبيلې نوموړې ډلې ته په عراق کې د شعيه مذهبو تر نفوذ لاندې واکمنۍ پر ضد د شريکانو په توګه ګوري. ابو ريشا نومي د انبار ولايت د يوې قبيلې مشر زياته کړې ده چي د «اسلامي دولت» نوموې ډلې لخوا پخپله د سُني قبيلو يو شمېر مشران تهديد سوي او حتی اعدام کړل سوي دي، چي له کبله يې نور دوی د «اسلامي دولت» مشري نه مني.

انبار، د داعش د اغېز سيمه

د دې څخه تر مخه چي د اسلامي دولت وسله واله ډله په سوريه کي زياتي سيمي ونيسي، دغې ډلې د عراق په انبار ولايت کي تر زيات وخت پوري حضور درلود. يادي ډلې د روان ۲۰۱۴م مېلادي کال د جون په مياشت کي د عراق پر لور حرکت پېل کړ. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي د هغه راهيسي په عراق کي تقريبا ۵۶۰۰ ولسي کسان وژل سوي دي.

له بلې خوا د سماريا په نوم عراقي رسنۍ خبر ورکړی دی چي وسله والو کسانو يو سُني سياستوال د برمته کولو وروسته بېرته آزاد کړ. يادي رسنۍ د ځايي چارواکو د معلوماتو پر اساس خبر ورکړی دی چي د بغداد د يوې ناحيې سُني مشر رياض الضاض د وسله والو لخوا چي په يونيفورم کي ول د شپې پر وخت له خپل کور څخه وایستل سو خو د نامعلومو جوړجاړيو وروسته بېرته آزاد کړل سو.

دا لا نه ده څرګنده چي الضاض نومي دغه سياستوال د امنيتي چارواکو لخوا بېول سوی ؤ او که د نورو وسله والو لخوا. دغه سياستوال د ترهګرو سره د همکارۍ په تور په ۲۰۱۲م کال د ۸ مياشتو لپاره په زندان کي ؤ.

د عراق نوی ولسمشر، فواد معصوم
د عراق نوی ولسمشر، فواد معصومانځور: picture alliance/AP Photo

په بغداد کي د سُني، شعيه او کُردانو تر منځ روانې لانجې په هيواد کي د قدرت خلا رامنځ ته کړې ده. د عراق پارلمان د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۲۴مه) کردی سياستوال فواد معصوم د هيواد د نوي ولسمشر په توګه وټاکه. اوس بايد لومړی وزير وټاکل سي چي د اټکلونو له مخي به د لانجو سره مل کار وي. ولي چي نوري المالکي غواړي چي بيا لومړی وزير سي، حال دا چي پر هغه د سُني مذهبو په وړاندي د تبعيض او د روان کړکېچ د تندېدو تورونه لګول کيږي. ښايي په عراق کي د نوي حکومت جوړېدنه لا زياته ځنډنۍ سي.