1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سويډن هم سرحدي کنترول پيل کړ

۱۳۹۴ آبان ۲۱, پنجشنبه

اروپا ته د رارسېدولو ډېرو مهاجرو هدف د آلمان تر څنگ سويډن هم دئ. اوس دغه سکانديناوي هيواد د مهاجرو بحران ته په کتو سره په خپلو سرحدونو کي کنترول پيل کړ.

https://p.dw.com/p/1H4M5
Schweden Flüchtlinge Unterbringung Aufnahmekapazität
انځور: picture-alliance/dpa/D. Prvulovic

د سويډن د کورنيو چارو وزير انديرس يگيمن، په ستاکهلم کي اعلان کړی دئ: «دا چي دغه هیواد ته د ډېرو مهاجرو راتگ د کډوالو پر ادارې باندي فشار ډېر کړی او د پوليسو د معلوماتو له مخي د عامه نظم د خرابېدو سبب کېدای سي، نو دغه هيواد به د پنجشنبې ورځي تر غرمې وروسته د لسو ورځو له پاره په خپلو سرحدونو کي کنترول پيل کاندي.»

يگيمن ويلي دي چي تر ټولو لومړی به «اوريزوند پل» چي د ډنمارک پلازمېنه کپنهاگن د سويډن له مالمو ښار سره تړي، او د کښتيو د رارسېدو د لنگر اچولو ځايونه به کنترولیږي.»

هغه ټينگار کړی دئ، چي نورو اروپايي هيوادونو ته زموږ پيغام د هنداري په شان روښانه دئ: «سويډن هغه هيواد دئ چي په اروپا کي ئې د مهاجرو بهران په برخه کي ستره ونډه اخيتسې ده.»

د ډنمارک او سويډن ترمنځ «اوريزوند پل»
د ډنمارک او سويډن ترمنځ «اوريزوند پل»انځور: picture-alliance/dpa

دوه لکه مهاجر

په اروپا کي د مهاجرو بحران په برخه کي تر آلمان وروسته سويډن دئ چي ډېر مسئوليت ئې پر غاړه اخيستی دئ. د دغه هيواد نفوس ته په کتو سره هغه تر بل هر هيواد ډېر مهاجر منلي دي.

د سويډن حکومت د اټکل له مخي دغه هيواد ته به سږ کال ۱۹۰۰۰۰ نوي مهاجر ورسيږي. دغه شمېر په ۱۹۹۰م کال کي د مهاجرو بحران تر بې ساري شمېر دوه برابره ډېر دئ. دغه هيواد نژدې ۱۰ ميليونه وگړي لري.

د سويډن په سرحدونو کي د کنترول موخه په دغه هيواد کي د مهاجرو ادارې د کاري شرايطو د ښه والي له پاره پيل سوی. د روان کال له سپتمبر مياشت راهيسي دغه هیواد ته ۸۰۰۰۰ نوي مهاجر رسېدلي دي. د سويډن په ځينو سرحدونو کي وضعيت ډېر خراب دئ.

په شينگين سيمه کي استثنا

آلمان هم د مهاجرو څپې ته په کتو سره په خپلو سرحدونو کي کنترول پيل کړ. د شينگين تړون له اروپايي هيوادونو سره په سرحدونو کي لغو سوی دئ او دا کار يوازي په استثنايي حالاتو کي کيږي.

سويډن ته د ډېرو مهاجرو ورتگ د دغه هيواد حکومت دې ته مجبوره کړ چي څو ورځي دمخه اعلان وکړي چي نوو مهاجرو ته د اوسېدو ځايونو د ورکړي ژمنه نسي کولای.

د دغه هيواد د کډوالو چارو وزير مورگن ينسن، روښانه کړه چي نوي راغلي مهاجر به بيرته آلمان يا ډنمارک ته ولېږي يا به دوی خپله ځان ته د اوسېدو د ځای په لټه کي کيږي: «موږ تر هغه ډېر وکړل چي په وس مو ول.»

له اتريش سره د آلمان سرحد ته په زرونو مهاجر رارسېدلي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب