سويس ته له هوايي لاري د ناقانونه مهاجرو تگ سختيږي
۱۳۹۵ شهریور ۲, سهشنبه
سويس هيواد د ناقانونه کډوالو د مخنيوي له پاره د بعضو آسيايي هيوادونو څخه په هوايي لاره د راتلونکو مسافرو کنټرول زيات کړی دی. په دې ترڅ کي ويل سوي چي د نورو تر څنګ د هند د نوي ډلي، هانګکانګ، سنګاپور او د عمان له مسقط څخه راتلونکي مسافر به زيات کنټروليږي.
د هوايي مسافرو د کنټرول د سختولو دغه معلومات د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۳مه نېټه) د مهاجرت له پاره د سويس د ځانګړي ادارې دفتر ورکړل. يادي ادارې ويلي چي په دې خاطر له يادو هيوادونو څخه د راتلونکو مسافرو کنټرول زيات کړل سوی دی، ولي چي سويس غواړي په دې توګه له يادو ځايونو څخه د ناقانونه راتلونکو مهاجرو مخنيوی وکړي.
په دې ترڅ کي هغه هوايي شرکتونه چي د آسيا له يادو ښارونو څخه و سويس ته پروازونه کوي، بايد په سويس کي د الوتکي د ناستي څخه تر مخه لا د سويس چارواکو ته د خپلو مسافرو په تړاو بشپړه معلومات ورکړي، لکه دا چي هغوی څوک دي او څه ډول د سفر کاغذونه لري.
د سويس چارواکي به د دغو معلوماتو د ترلاسه کولو سره سم دغه اسناد کنټرولوي او ارزيابي کوي به يې. سويس په پام کي لري چي د مسافرو دغه راټول سوي معلومات به د ۲۴ ساعتونو وروسته بېرته له منځه وړل کيږي. په دې توګه سره به نو سويس تر ۲۰ څخه د زياتو نړيوالو ځايونو څخه راتلونکو مسافرو کنټرول سخت کړي.
د دې څخه تر مخه د اېټاليې او سويس پر پوله د بندښت رامنځ ته کېدو له کبله زيات شمېر مهاجر بند راغلي ول چي د بشر د حقونو سازمانونو د سويس پر دغه اقدام نيوکي کړي وې.
په زياته بيا د ايريتريا، ايتوپيا او نورو افريقايي هيوادونو سره تړاو درلودونکو مهاجرو له پاره د سويس پر پوله اوښتل د جولای مياشتي راهيسي زښت سخت سوي دي. په دې ترڅ کي د آلمان او سويس تر منځ هم پر پوله کنټرول زيات کړل سوی دی.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: