1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سولې ته لیواله طالبان اوس هم بندیان دي»

۱۳۹۱ آذر ۱۹, یکشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چي په دغه هيواد کي د سولي روان بهیر په خورا اغېزمنه توگه پر مخ روان دی او ډیر ژر به یې عملي پایله ترلاسه شي.

https://p.dw.com/p/16ynJ
انځور: DW

د دغه وزارت ویاند جانان موسي زي د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۲کال د دسمبر ۹) په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چي په لندن کې د افغانستان، برېتانیا او پاکستان په دریمه درې اړخېزه غونډه کې یو ځل بیا پر دې ټینگار وشو، چې د سولي بهیر د عملي پایلو په ترلاسه کولو سره به دا بهیر د عامو افغانانو ملاتړ خپل کړي:

«مونږ بايد د افغانستان د سولې پروسې په پرمختگ کې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې عملي اقدامات ووینو او نتایج يې ترلاسه کړو، چي د افغانستان د خلکو ملاتړ او باور په دې پروسه کې له ځان سره وساتو.»

ښاغلی موسی زی زیاتوي په درې اړخیزه غونډه کې د پاکستان له پاره درې بنسټيز ټکي وړاندي شوي دي، چې په هغو کې طالب مشران  له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته هڅول، ټول افغان طالب بندیان آزادول، له افغان دولت سره د سولي خبرو غوښتونکو طالب مشرانو ته د سفر د خوندي لارو برابرول او د اسلام په آډانه کې د افراطیت او ترهگرۍ د ردولو په اړه د دواړو هېوادونو د دیني عالمانو ترمنځ د اړیکو پراختیا شامله ده.

موسي زی وايي په همدې موخه به د ۲۰۱۳ میلادي کال د جنورۍ میاشتې په پای کې کابل ښار د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو د یوه لوی کنفرانس کوربه وي. په دغه کنفرانس کې به د تاوتریخوالي، ترهگری او افراطیت پر ضد مبارزې پر عملي لارو چارو باندي خبري اتري وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په باور، د سولې خبرې اترې هغه وخت ممکنه دي چې د پاکستان په زندانونو کې بندي طالبان آزاد کړای شي او د خبرو اترو د پیلولو له پاره کوم دریم هیواد ته د تگ اجازه ورکړل شي. د دغه وزارت چارواکي وایي چې زنداني شوي کسان هغه څوک دي چې له افغان دولت سره د خبرو اترو غوښتونکي دي. جانان موسی زي وویل:

«د طالبانو هغه رهبران چې په پاکستان کې بندیان دي، د سولې له پروسې سره د لیوالتیا او یوځای کیدو له امله بندیان شوي دي. همدا دلیل دی چې افغانستان له پاکستان څخه په کراتو غوښتي دي چې د طالبانو دغه غړي آزاد کړي.»

بله خوا په هېواد کې له بشري حقونو څخه د دفاع یو شمېر ډلې لاهم په افغانستان کې د سولي له روان بهیر سره خپلو مخالفتونو ته دوام ورکوي.

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې یوه غړي رضا حسیني د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډی ته د افغانستان د سولي بهیر ناکام وباله او ويې ویل تر هغه چې دا بهیر له سیاسته رابیل نه شي بریا یې هم ناشونې ده:

«کله چې سوله سیاسي اړخ ولري، د بهیر شفافیت یې ناممکن دی، او اوس دغه بهیر سیاسي دی نو ځکه اجرآت یې هم بې اغېزې دي.»

ښاغلی حسینی په سوله کې د ټولو اړخونو ونډه خورا مهمه بولي او په ځانگړې توگه په دې بهیر کې یې د میرمنو پر رول ټینگار وکړ.

دغه راز، د بهرنیو چارو وزارت په خبري غونډه کې جانان موسی زي د افغانستان د ملي امنیت پر لوی رئیس اسدالله خالد باندي په برید کې د پاکستان د لاس لرلو په اړه وویل چې افغان حکومت په دې برخه کې په څېړنو بوخت دی او ډیر ژر به د خپلو څېړنو پایله له رسنیو سره شرېکې کړي:

«د څېړنو په اړه به دا تر وخت مخکي وي چې زه تاسو ته پر فرضي نتایجو د افغانستان د حکومت دریځ ووایم، د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به افغانستان په ډیر وضاحت سره خپل دریځ څرگند کړي.»

په همدې حال کې جانان موسی زي اروپا ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پر مهال په بروکسل کې پر هغو بحثونو هم خبري وکړې چې له افغان حکومت سره د نړېوالو مرستو د لگولو له پاره د یوه ځانگړي میکانیزم پرجوړولو ترسره شوي دي.
ده وویل افغانستان او نړېواله ټولنه پردې باندي غور کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو له پاره د اعلان شوې۴،۱ میلیارده کلنۍ بودجې د لگولو له پاره یو شفاف او هر اړخیز میکانیزم رامنځته کړي.

محمد اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: سید ریاض