1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوسیال دموکرات ګوند: هیڅ افغان دې نه اخراجیږي

۱۳۹۶ تیر ۵, دوشنبه

د سوسیال دموکرات ګوند یا «اس. پې. ډې» په نامه دوهم ستر سیاسي ګوند په خپله یوه ناسته کې دا پریکړه وکړه چې د افغانستان د امنیتي حالت تر ښه کیدو پورې دې له آلمان څخه د افغان مهاجرینو اخراج په بشپړه توګه ودرول شي.

https://p.dw.com/p/2fQaf
Deutschland SPD-Parteitag in Dortmund
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان په حکومت کې سوسیال دموکرات ګوند د انګلامرکل د حاکم ګوند یو مهم ملګری دی. خو د آلمان په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې به د دې ګوند د نوماند مارټین شولڅ او د صدراعظمې انګلامرکل ترمنځ به د صدراعظم د څوکۍ د ترلاسه کولو له پاره سختې هڅې وشي. 

سوسیال دموکرات ګوند یا «اس. پې. ډې» د روانې جون میاشتې په ۲۵ نیټه د یکشنبې په ورځ د آلمان د ډورتمند په ښار کې د دې ګوند په ترسره شوې یوه ناسته کې له آلمان څخه د افغان مهاجرینو د اخراج مخالفت وکړ. په حکومت کې برخه درلودونکی دغه ستر سیاسي ګوند غواړي چې تر هغه وخت پورې له آلمان څخه د افغان مهاجرینو اخراج ودرول شي، ترڅو چې د افغانستان په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون نه وي راغلی.

په آلمان کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو له پاره د خپل ګوند د منشور یا تګلارې د جوړولو په هکله د دې ګوند غوڅ اکثریت داسې پریکړه وکړه چې «د افغانستان د امنیتي حالت له امله هلته ژوند خوندي نه دی او له همدې امله تر بل خبر پورې به هیڅ څوک هم افغانستان ته اخراج نه شي.»

د دې ګوند د ناستې پرمهال د دې ګوند غړو داسې وړاندیز هم  وکړ چې د ګوند په سیاسي تګلاره کې داسې یوه جمله هم ورزیاته کړل شي چې له آلمان څخه به د جنګ په حال کې هیوادونو ته هیڅ مهاجر هم نه اخراجیږي او وړاندیز کوي چې یوازې د افغان مهاجرینو نوم دې نه اخیستل کیږي. هیره ده نه وي چې دغه وړاندیز ونه منل شو خو په دې تګلاره کې یوازې افغانستان ته د افغان مهاجرینو د اخراج د بندولو یادونه وشوه.

Demonstration Köln gegen Abschiebung nach Afghanistan Menschenrechte
په آلمان کې د افغان مهاجرینو د اخراج پرضد څو ځله لاریونونه هم شويانځور: DW/R.Shirmohammadil

د سوسیال دموکرات ګوند تر دې ناستې وروسته، په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د دې ګوند نوماند مارټین شولڅ له «اې. آر. ډې» رسنۍ سره په یوه مرکه کې وویل چې د دوی د ګوند له دې پریکړې به د مجرمو مهاجرینو د اخراج پر پریکړې کوم اغیز رامنځته نه شي. د هغه په وینا په آلمان کې په ترهګرۍ کې ښکیل او د خلکو ژوند ته د خطر پیښوونکو مهاجرو ته په هیڅ صورت کې پناه نه ورکول کیږي او هغوی باید ژر تر ژره له هیواد څخه اخراج کړل شي.

تیره میاشت په کابل کې تر یو ستر ترهګریز برید وروسته، د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل افغانستان ته د افغان مهاجرینو اخراج په موقتي توګه د توقف اعلان وکړ. خو بل لوري ته بیا سوسیال دموکرات ګوند په افغانستان کې د امنیتي وضعیت تر ښه کیدو پورې د افغان مهاجرینو د اخراج د توقف اعلان وکړ.

صدراعظمې انګلامرکل په جرمونو او ترهګریزو فعالیتونو کې د ښکیلو کسانو سربیره د هغو افغان مهاجرینو د ژر تر ژره اخراج اعلان هم کړی وو چې آلماني چارواکو ته د خپل هویت په هکله ناسم معلومات ورکوي او له دوی سره مرسته نه کوي.

د افغان مهاجرینو د اخراج مسئله په آلمان کې یوه ډیره جنجالي موضوع ده. د بشري حقونو مدافع ډلو او خیریه سازمانونو افغانستان یو نا امنه هیواد بللی او افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرینو له اخراج سره مخالفت کوي.

 

په آلمان کې د مهاجرینو د حالت په هکله ویډیو: 

په اروپا کې میشتو افغان کډوالو باندې د هیواد د جګړې اغیزې