1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریې د کیمیاوي وسلو بټۍ له منځه یوړي

نجیب الله زیارمل (آژانسونه)۱۳۹۲ آبان ۹, پنجشنبه

د کيمياوي وسلو د منع کولو سازمان خبر ورکړی دی چي د سوريې حکومت ټول هغه تجهيزات چي د کيمياوي وسلو په جوړولو او ترکیب کي کاریږي له منځه وړي دي. دغه خبر تر خپل مهلت يوه ورځ مخکې خپور شوی دی.

https://p.dw.com/p/1A9g0
انځور: picture-alliance/AP

د کيمياوي وسلو د منع کولو سازمان يوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اکتوبر۳۱) خبر ورکړ چي د سوريې حکومت د کيمياوي وسلو او زهرجن ګاز د توليد د ټولو اساسي تجهيزات له منځه وړلو لړۍ بشپړه کړې ده.

په هاګ کي د کيمياوي وسلو د منع کولو سازمان په رسمي توګه د کيمياوي وسلو د تجهيزاتو د له منځه وړلو اعلان نه دی کړی، خو خبري رسنيو د دغه سازمان د يوه چارواکي او يوه سند له مخي دغه خبره کړې ده.

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي په دغه سند کي راغلي دي چي د کيمياوي وسلو د منع کولو سازمان استازو په سوريه کي د کيمياوي وسلو د توليد له ۲۳ مرکزونو څخه ۲۱ يې څارلي دي. په سند کي راغلي دي چي د پاتو دوو مرکزونو څارل ډېره خطرناکه ول خو د دغو مرکزونو تجهزات تر دې دمخه نورو مرکزونو ته لېږدول سوي دي او کارپوهانو هغه ليدل ول.

په دغه سند کي راغلي دي: «د کيمياوي وسلو د منع کولو سازمان راضي دی. دغه سازمان دا ثابته کړې او ليدلي دي چي د کيمياوي وسلو د توليد، ترکيب او ډکولو [کيمياوي وسلي او زهرجن ګاز] په ۲۳ مرکزونو کي له منځه وړل سوي دي.»

د سوريې د کيمياوي وسلو د جوړولو د تجهيزاتو د له منځه وړلو له پاره د کيمياوي وسلو د منع سازمان له خوا د نومبر د مياشتي تر لومړۍ نېټې پوري وخت ټاکل سوی وو چي ټول مرکزونه بايد وڅارل سي او د هغوی ليدنه وسي.

د کيمياوي وسلو د منع کولو سازمان اجرايي شورا د سوريې د اعلاميې سره سم د نومبر دمياشتي تر ۱۵ نېټې پوري د کيمياوي وسلو د زېرمو د له منځه وړلو له پاره پریکړه کوي.

سوريې د کيمياوي وسلو د منع کولو کنوانیسيون د نوی غړي په توګه خپلي کيمياوي وسلې او فعاليتونه په يوه اعلاميه کي واضح کړي دي.

د سوريې حکومت د امریکا متحده ايالاتو او روسيې ترمنځ د يوه توافق له مخي موافقه کړې ده چي خپلي کيمياوي وسلې به له منځه وړي. تر دې دمخه واشنګټن په سوريه کي د زهرجن ګاز د استعمالولو تر معلوماتو وروسته دغه هيواد په بريد ګواښلی وو.

د امریکا متحده ايالاتونو او متحدينو يې د بشار الاسد رژيم په دې تورن کړی وو چي ګويا د روان کال د اګست مياشتي پر ۲۱ نېټه يې دمشق ته څرمه زهرجن ګاز استعمال کړی وو. خو د سوريې جمهور رييس دغه تورنه رد کړی ول او د هغه پړه يې پر خپلو مخالفينو اچولې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب