1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریه، د ماشومانو د اوسیدو ځای نه دی

۱۳۹۴ اسفند ۲۴, دوشنبه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو دفتر ویلی دي چي په سوریې کې يې پر ماشومانو د سخت تیري۱۵۰۰ دوسیې ثبت کړي دي. په یوه روپوټ کې راغلي دي چې په سوريه کې ماشومان په قصدي توګه وژل کیږي او د سرتیرو په توګه کار ترې اخیستل کیږي.

https://p.dw.com/p/1IClp
انځور: Getty Images/AFP/Y. Akgul

د سوریې د ماشومانو په اړه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې وروستی رپوټ ډیر خواشینوونکی دی. په دغه هیواد کې تر پنځو کلونو جګړې وروسته، ملګري ملتونه په خپل رپوت کې دا انځوروي چې د جګړې اړخونه څرنګه پر ماشومانو بریدونه کوي.

په رپوټ کې د ۱۵۰ داسي پیښو شمیرې هم وړاندي شوې دي چې په ترڅ کې يې ماشومان په ښوونځیو او یا هم ښوونځي ته د تگ پر مهال وژل شوي دي.

په آلمان کې د یونسف مشر کریستین شنایدر، دویچه ویله ته ویلي دي: «ماشومان له لیري ځايه په نخښه کیږي او پر ښوونځیو باندي بمي بریدونه کیږي. خو د دې ترڅنګ بیا ورځنی تاوتریخوالی هم شته چې موږ پکښې هره ورځ د عسکرو په توګه د ماشومانو د گومارني شاهدان یو. دغه ماشومان په داسې یوه جګړه کې کاریږي چې په هغوی پوري هیڅ اړه نه لري.»

د یونسف په رپوټ کې راغلي دي چې یاغیانو آن داسي ماشومان چې اووه کاله عمر یې لاره د عسکرو په توګه کارولي دي. یونسف ویلي دي چې لږ تر لږه ۱۰۰ ماشومان په جګړو کې وژل شوي او یا هم ټپيان شوي دي.

یو تباه شوی نسل

شنایدر، وایي چې د يوه ماشوم په عمر کې پنځه کاله ډیره اوږده موده ده. هغه وایي: «په سوريه کې پنځه کاله جګړه په دې معنی ده چې په دغه هیواد کې ۳،۵ میلیونه ماشومان په جګړه کې زېږېدلي دي. دا داسې ماشومان دي چې له جګړې او تیښتې پرته بل څه نه پیژني. وژني او ویشتل د هغوی د ورځني ژوند یوه برخه ده.»

خو پر دغو ټولو سربیره هم د سوریې له پاره د یونسف د بیړنیو مرستو همغږې کوونکې جینیویوې بوتین، وایي چې هغوی به خپل کار ته دوام ورکړي. هغې دویچه ویله ته وویل چې ټول هغه سوریایي ماشومان چې له جګړې څخه په تېښته بریالي شوي دي، بیرته خپلو کورونو ته د تلو خوبونه ویني.

یونسف اوس هڅه کوي چې په سوريه او ګاونډیو هیوادونو کې له سوریایي ماشومانو سره مرسته وکړي او هغوی ته د زده کړې امکانات برابر کړي.

د سوریې په اړه په لندن کې یوه کنفرانس هم له ماشومانو سره د مرستو ژمنه وکړه. یوازي یونسف ته د یوه میلیارد یورو مرستو ژمنه وشوه چې له ماشومانو سره د زده کړي او روغتیا په برخه کې مرستي وکړي.

خو ستونزه هغه وخت رامنځ ته کیږي چې مرسته کوونکي هیوادونه یونسف او نورو سازمانونو ته ژمنه شوي پیسې ور نه کړي. د یونسف د مرستو همغږې کوونکي وویل: «تر اوسه پوري زموږ حساب ته د هغو پیسو چې موږ ورته اړتیا لرو او د سوریې د ګاونډیو هیوادونو له خوا يې ژمنه شوې وه یوازي شپږ سلنه رارسیدلي دي.»

هغې پر ژمنه کوونکو هیوادونو باندي غږ کړی چې له دوی سره په کنفرانسونو کې ژمنه شوي پيسې ورکړې: «موږ په عاجله توګه هیله کوو چې د مرسته کوونکو له خوا شوي ژمنې په پیسو بدلي شي.»

تر اوسه آلمان، سویدن او استرالیا هغه پیسې چې ژمنه یې کړې ده په منظم ډول مرستندویه سازمانونو ته ورکوي.