1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریه د عرب لیګ د غړیتوب څخه محرومه شوه

۱۳۹۰ آبان ۲۱, شنبه

د عربي هیوادونو ټولنې د شنبې په ورځ په خپله بیړنۍ غونډه کې د سوریه څخه د دغې ټولنې غړیتوب اخیستی او د سوریې پر پوځ یې غږ کړی چې د ملکي کسانو د وژنې څخه لاس واخلي.

https://p.dw.com/p/139h5
سوریه د عرب لیګ د غړیتوب څخه محرومه شوه
سوریه د عرب لیګ د غړیتوب څخه محرومه شوهانځور: dapd

د قطر لومړي وزیر ویلي چې د عربي هیوادونو ټولنه به د اسد پر رژیم اقتصادي او سیاسي بندیزونه ولګوي او د غړو هیوادونو څخه یې غوښتي چې د دمشق څخه خپل سفیران بیرته خپلو هیوادونو ته راوغواړي. هغه په قاهره کې خبریالانو ته ویلي چې د سوریې پر ضد په اقداماتو کې ځکه ځنډ راغلی چې عرب لیګ غوښتل د خپلو ټولو غړو ملاتړ د ځان سره ولري. د قطر لومړي وزیر زیاته کړي:

«مونږ د سوریې پر ټولو مخالفو ګوندونو غږ کوو چې د عربي هیوادونو د ټولنې په مرکز کې راټول شي او د سوریي د راتلونکي ممکنه منځمهاله دورې پر سر پریکړې ته ورسیږي.»

هغه دا هم ویلي چې د سوریي څخه د عرب لیګ غړیتوب بیرته اخیستل به د نومبر د ۱۶ نیټې څخه نافذالعمل وي.

د قطر لومړي وزیر د دې خبرې امکان هم رد نه کړ چې عرب لیګ به د سوریې د خلکو حقونو د خوندي ساتلو لپاره د ملګرو ملتونو څخه مرسته وغواړي.

د بشري حقونو د ټولنو په وینا په حمص کې د عربي هیوادونو سره د سولې پر معاملې تفاهم ته تر رسیدو وروسته ، تر اوسه پورې د سوریې د پوځ له خوا ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر اساس په تیرو اوو میاشتو کې په سوریه کې د تاو تریخوالي په پیښو کې کابو ۳۵۰۰ تنو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش