1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريې ته روانه روسۍ نظامي الوتکه لوېدلې

۱۳۹۵ دی ۵, یکشنبه

د روسيې نظامي الوتکه چي پکښي مشهوره نظامي د موسيقۍ ډله سپره وه، په تور بحيره کي لوېدلې ده. دغه الوتکه و سوريې ته په لاره وه.

https://p.dw.com/p/2Uqmh
Flugzeug TU 154 - Symbolfoto
انځور: Imago/Russian Look

د روسي هوايي پوځ يوه الوتکه چي پکښي ۹۱ انسانان سپاره ول، په توره بحيره کي لوېدلې ده. د توپولوف TU-154 ډوله دغه نظامي الوتکه و سوريې ته پر لاري وه چي په لومړي سر کي لادرکه سوه. خو وروسته د دغې الوتکي برخي په اوبو کي وموندل سوې.

په لوېدلې دغه الوتکه کي د روسيې مشهوره سندرې ويونکې نظامي ډله يا «نظامي کور» هم د ټولو غړو سره سپور ؤ. د الېکساندروف په نوم د موسيقۍ دغه ډله د روسيې تر څنګ په ټوله نړۍ کي مشهوره ده.د توپولوف ډوله دغې الوتکي تلاښ کوونکې عملې د سوچي په سيمه کي په توره بحيره کي د دغې الوتکي ټوتې وموندلې. په دې تړاو د روسيې خبري آژانسونه خبرونه ورکړي دي. دغو آژانسونو د خپلو خبرونو منبع د روسيې د دفاعي چارو وزارت بللی دی.

د روسيې د دفاعي چارو د وزارت په وينا دغه الوتکه په ځايي وخت د سهار په ۵:۴۰ بجو د آډلر په نوم و سوچي ته نژدې ښار څخه والوتله. ويل سوي چي د الوتلو څخه لږ وخت وروسته دغه الوتکه له رادار څخه ورکه سوه. دا چي په دغه حادثه کي څو کسان وژل سوي دي، لا تر اوسه نه ده څرګنده.

په پام کي نيول سوې وه چي د الېکساندروف مشهوره نظامي موسيقۍ ډله په سوريه کي و روسي مقر ته ولاړه سي. په دغه مقر کي د نوي کال په مناسبت يو کانسرت پلان سوی ؤ. ويل سوي چي په الوتکه کي ۹ ژورنالستان هم سپاره ول.

روسيه د ۲۰۱۵ کال د مني راهيسي په سوريه کي په جګړه کي ښکېل دی. د روسيې پوځ د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د قواوو ملاتړ کوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.12.2016):

Russland Soldatenchor Alexandrow-Ensemble
د اليکساندروف موسيقي ډلې غوښتل په سوريه کي د نوي کال کانسرت ورکړيانځور: picture-alliance/dpa/S. Suna