سوريايي مهاجر هم په خپله خوښه له آلمان څخه بيرته وځي
۱۳۹۶ مهر ۲۳, یکشنبهآلمانۍ ورځپاڼې «راينشه پست» د شنبې په ورځ د آلمان د مهاجرت ادارې د معلوماتو پر اساس رپوټ ورکړ چې د روان کال د اګست مياشتې تر پايه، ۲۲ تنو سوريايي پناه غوښتونکو خپل هيواد ته د داوطلبانه ستنيدو غوښتنليکونه سپارلي دي.
له دې ډله څخه، ۱۱ تنو يې غوښتل چې لمړی عراق ته ستانه شي، ځکه په اوس وخت کې سوريې ته نيغ په نيغه د سفر کولو امکانات شتون نلري.
د « راينشه پست» ورځپاڼې د رپوټ پر اساس، په ياده موده کې، ۲۳۳۲ عراقيانو هم تصميم نيولی دی چې غواړي په داوطلبانه توګه د دولتي ملاتړ پروګرام په چوکاټ کې بيرته خپل هيواد ته ستانه شي.
د ملګرو ملتونو د رپوت پر اساس، د سوريې په جګړه کې په مجموع کې ۱۱ ميليونه سوريايان له خپلو کورونو څخه د هيواد دننه يا بهر ته مهاجر شوي دي.
په سوريه کې د بشارالاسد د رژیم او نورو مختلفو ياغي مليشو او همدا راز د تروريستي ډلو د جنګياليو تر منځ جګړه ادامه لري. تر اوسه په دغو جګړو په لسونو زره انسانان وژل شوي او ډيرې سيمې په کنډوالو اوښتي دي.
epd/hm/rsh