1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سناتوران: په افغانستان کي ماموريت پای ته رسيدلی

۱۳۹۰ خرداد ۲۶, پنجشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د سناتورانو يوې 25 کسيزي ډلي چي ډيری يې ديموکراتان دي، د يو خط په ترڅ کي پر اوباما فشار راوستی، چي د جولای په مياشت کي د افغانستان څخه« ډير او په دوام داره توگه» د پوځونو را ايستل پيل کړي.

https://p.dw.com/p/11bd9
د امريکا کانگرس
د امريکا کانگرسانځور: picture-alliance/dpa

کله چي اوباما افغانستان ته نور 30000 اضافي عسکر ليږل نو هغه وعده کړې وه چي د طالبانو د تر شاه تګ او په افغانستان کي د امنيتي وضعيت تر ښه کيدو وروسته به د 2011 م کال د جولای په مياشت کي ، د سرتيرو د کور ته د راستنيدو لړۍ پيل سي.

په دغه سناتورانو کي چي آزاد چپي سياستمدران او د جمهوري غوښتونکو ځيني محافظه کاره سناتوران هم شامل دي، وايي چي، دوی په دي يقين دي چي په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو ماموريت پای ته رسيدلی، په خاصه توګه کله چي اسامه بن لادن په پاکستان کي ووژل سو.

په افغانستان کي په پراخه کچه درغليو هلته د پرمختګ هدفونه هم تر پوښتني لاندي راوستي ، او هلته نور پاته کيدل ددې سره توجيح کيدلای نه سي، چي د امريکايانو ژوند دي په خطر کي واچول سي او يا دي مرستي په مصرف ورسيږي.

دغه سناتورانو په دغه خط کي ليکي:«موږه دغه خط ليکو ترڅو په ستراتيژي کي بدلون او د 2011 م کال د جولای په مياشت کي د افغانستان څخه ډير شمير سرتيرو د را ايستلو څخه خپل قوي ملاتړ څرګند کړو.»

په دغه خط کي راغلي:« د امريکا د متحده ايالاتو پوځونه په 2001 م کال کي په قانوني او کاميابه توګه افغانستان ته ننوتل، تر څو د القاعدې شبکي پټنځايونه له منځه يوسي، د طالبانو دولت يي رانسکور کړ چي دوی القاعدې ته پناه ورکړې وه او د هغه چا په لټه کي سول څوک چي د 2001 م کال د سپتمبر د 11 په پيښو کي يې لاس درلود. د دغو اصلي هدفونو زياتره برخه لاس ته راوړل سوې ده.»

په افغانستان کي د نوو مدني ټولنو جوړول « د ستايني وړهدفونه» دي، خو دا هدفونه نه سي کيدای چي د امريکانو د ژوند په بيه توجيح سي. د امريکا متحده ايالات به« هيڅکله په دې ونه توانيږي چي د افغانستان هر کلی او ښار وساتي. او نه به په افغانستان کي د شروع څخه داسي دموکراسي رامنځ ته کړي لکه په غربي هيوادونو کي چي ده.»

په افغانستان کي د جګړې د اوږديدو تاوان، تر ګټي په کراتو لوړ دی، اوس وخت را رسيدلی ، چي د امريکا متحده ايالات په افغانستان کي خپلي لاري ته تغير ورکړي.

« موږ له تاسو څخه غواړو چي پر خپله هغه وعده وفا وکړو، چي د امريکا د متحده ايالاتو د خلکو سره مو کړې وه، چي سږ کال په دوبي کي به د افغانستان څخه د سرتيرو په راکمولو شروع وکړو.

د ياده ولو وړ ده چي دا وخت په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو 100 زره سرتيري په پوځي ماموريت بوخت دي. د سي ان ان د يوې تازه نظر پوښتني پر اساس 30 ٪ امريکايان په دې نظر دي چي، د افغانستان څخه دي ټول پوځيان په يو وار را و ايستل سي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل