1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سمنگان: د جنگسالارانو د بيا واکمنيدو بيره سته

۱۳۹۰ فروردین ۲۵, پنجشنبه

د سمنګان ولايت يو شمير اوسيدونکي په ويره کي دي چي ګواکي له دغي سيمي نه به د خارجي عسکرو تر وتلو وروسته پخواني جنګ سالاران او سيمه ييز زور واکان يو ځل بيا واک ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/RHqL
د سمنگان ښار يو انځور
د سمنگان ښار يو انځورانځور: Pahjwok Afghan News

د سمنګان ولايت څخه څو ورځي د مخه ټول بهرني ځواکونه ووتل او امنيتي مسووليت يې افغان ځواکونو ته وسپاری.

د سيمي خلک که څه هم تر يوه حده افغان ځواکونو ته د مسوليتونو له سپارلو راضي ښکاري خو اوس هلته ويره رامنځ ته سوې چي سيمه ييز زور واکان او زاړه جګړه مار هڅه کوي چي د واک ګدۍ ته ورسيږي.

کابل ته د سمنګانو ولايت څخه يو شمير ورغلي خلک له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به جګړي بيا پيل سي.

« زموږ کورني ځواکونه د امنيت د کنټرول توان نه لري، همدا د ناټو ځواکونه وو چي دلته امنيت خوندي وو».

په شمالي سمنګان ولايت کي په کوم کي چي اوس له منځنۍ آسيا څخه افغانستان ته د ناټو ځواکونو اکمالاتي قافلي را تيريږي لا هم له خلکو سره د ناقانونو درنو او سپکو وسلو د شتون خبره کيږي.

يو شمير خلک وايي چي دمګړی په زرهاوو ميله سپکه او درنه وسله له ولس سره موجوده ده او که چيري، واکمن نظام غښتلی نه وي نو دغه وسلې به يو ځل بيا يو د بل په وړاندي د جګړې ډګرته را وايستل سي.

خو ددغه ولايت د پوليسو مشر جنرال خليل اندرابي وايي چي، که چيري د کورنيو چارو وزارت د دوی ځواکونو ته غوښتل سوي تجهيزات برابر کړي دوی کولای سي هر راز ننګونو ته ټټر ورکړي.

افغان ځواکونو ته د مسوليتونو د سپارلو لړۍ اوس په کور دننه او دباندي د پوځي چارو د کارپوهانو تر پوښتني لاندي ده.

يو شمير په دي باور دي چي افغان ځواکونه په اوسني حالت کي د هغو شپږو سيمو د امنيت د ساتلو توان نه لري چي ولسمشر کرزي يې نومونه اخيستي.

ځکه له يوه پلوه افغان ځواکونه لازمي زدکړي نه لري او نه هم د ناټو په معيار په وسلو سمبال کړای سوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل