1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان ښځو ته لوبغالو ته د تلو اجازه ورکړه

۱۳۹۶ آبان ۸, دوشنبه

د سعودي عربستان حکومت ښځو ته په هغه صورت کې چې د کورنۍ غړي ورسره وي، په لوبغالو کې د سپورتي مسابقاتو د ليدو اجازه ورکړه. د هيواد د سپورت اداره غواړي لوبغالي ورغوي څو پکښې د کورنيو له پاره د ناستې زمينه برابره شي.

https://p.dw.com/p/2mio1
Saudi Arabien - Nationalfeiertagszeremonien im King Fahd Stadion in Riad
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine

د «عرب نيوز» د انترنتي مجلې او نورو رسنيو په حواله د سعودي د سپورت د ادارې مشر ترکي الشيخ د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر ۲۹ نيټه) وويل چې دوی په پام کې لري تر ۲۰۱۸ م کاله پورې په رياض، جده او دمام کې په لوبغالو کې داسې بدلونونه راولي چې کورنۍ پکښې په راحت سره د لوبو ننداره وکولای شي.

ده وويل د دې کار پس منظر له سپورتي سيکتور څخه ملاتړ زياتول او په دغه برخه کې خوځښت رامنځته کول دي. په سعودي عربستان کې تر اوسه ښځو نه شوای کولای لوبغالو ته داخلې شي او هلته له نارينوو سره يوځای د لوبو ننداره وکړي.

د سبتمبر مياشې په پای کې ښځو ته د سعودي عربستان د ملي جشن په مناسبت په استثنايي ډول لوبغالو ته د داخليدو اجازه ورکړل شوې وه. دوی دغلته د کورنيو له پاره په ځانگړو شويو ځايونو کې او له نارينوو جلا په دغه مراسمو کې گډون وکړ.

د ښځو په اړه دا تازه پریکړه د سعودي د مشرتابه د هغو گامونو برخه ده چې ښځو ته د مساوري حقونو د ورکړې د سترهدف پر لور په کرار کرار اخيستل کيږي. د دې يو مهم مثال د پاچا سلمان هغه فرمان دی چې له مخې به يې ښځې د راتلونکي کال له جون  مياشتې څخه د موټر چلولو اجازه ورلري.

د دې تغير تر شا محرکه ځواک وليعهد محمد بن سلمان دی. ۳۲ کلن بن سلمان غواړي چې پراخه اقتصادي او ټولنیز اصلاحات رامنځته کړي. د نوموړي په آند دغه مطلق العنان سلطنت چې تر نيمايي زيات وگړي یې تر ۲۵ کالو کم عمر لري، د هغه وخت له پاره باید چمتووالي ولري چې د تیلو عايدات به کم وي.

په سعودي عربستان کې ښځې تر اوسه د يو شمير محدوديتونو سره مخامخ دي. د مثال په توگه د سفر او يا د هم د تحصيل کولو له پاره دوی د کورنۍ د نارينه غړي يعني پلار، خاوند او يا د ورور اجازې ته اړتيا لري.