سعودي عربستان ولي له تور لیسته و ایستل شو؟
۱۳۹۵ خرداد ۲۱, جمعهملګرو ملتونو تر دې مخکې د سعودي عربستان په مشرتوب په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد ایتلاف نوم، د ماشومانو او ښوونځیو د له ګواښ سره مخامخولو له کبله، په خپل تور لیست کې شامل کړی وو. خو د سعودي عربستان تر نیوکو او فشارونو وروسته اوس د دې ایتلاف نوم په موقتي توګه له تور لیست څخه ایستل شوی دی.
بان کیمون ویلي دي چې په موقتي توګه د دغه ایتلاف نوم له تور لیست څخه ایستل، «یوه ډیره دردوونکې او سخته پریکړه وه». اوس به نو تر یوې نوي څېړني وروسته پریکړه وشي چې ایا د سعودي عربستان په مشرتوب دغه ایتلاف د ملګرو ملتونو په تور لیست کې یووار بیا شامل شي او که نه.
بان کیمون ویلي دي چې که د دغې ډلې نوم یې له تور لیست څخه نه وای ایستلی نو په فلسطیني سیمو، سویلي سودان او سوريه کې د ملګرو ملتونو په مرستندویه پروژو کي په میلیونونو ماشومان به د سعودي عربستان د مرستو د بندښت له کبله اغېزمن شوي وای. بان ویلي دي: «له همدې کبله، تاسو نه شئ کولای چې ټول کور ته اور ورته کړئ.»
د یمن په جګړه کې د ماشومانو وژل کیدل
ملګرو ملتونو تیره اوونۍ د «ماشومان او وسله واله جګړه» په عنوان خپل کلنۍ رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کې ملګرو ملتونو د یمن د تیر کال په جګړه کې د وژل شویو ۷۸۵ ماشومانو له ډلې څخه د ۶۰ سلنه د وژنې پړه د سعودي عربستان په مشرتوب د فعال ایتلاف پر غاړه واچوله. دغه ایتلاف په دې هیواد کې د حوثي یاغیانو او القاعدې ډلي پر وړاندي جګړه کوي.
بان تر هغه وروسته دغه څرګندوني وکړې چې د بشري حقونو ډېرو سازمانونو پر ملګرو ملتونو باندي د سعودي عربستان فشارونو ته د غاړې ایښودلو له کبله نیوکي وکړې. دغو فعالانو ویلي دي چې له دې سره د ملګرو ملتونو اعتیار ته زیان رسیدلی دی.
ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ له خپل خپور شوي رپوټ څخه د سعودي عربستان په مشرتوب د ایتلاف نوم ایستلي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان استازي عبدالله المعلمي، د بان کیمون، تر څرګندونو وروسته وویل له تور لیست څخه د سعودي عربستان په مشرتوب د ایتلاف نوم ایستل «وروستۍ، نه بدلیدونکې او غیر شرطي» پریکړه ده.
معلمي دا خبري رد کړي دي چې هیواد یې ملګري ملتونه د مرستو په بندولو ګواښلی دی.
کره کتنه
بان ویلي دي چې د سعودي عربستان په مشرتوب ایتلاف برخه لیک، د هغي څېړني په پایلي پوري تړلي دی چې د ملګرو ملتونو او سعودي عربستان له خوا په ګډه کیږي. خو سرمنشي ټینګار کړی دی چې دی په مخکیني رپوټ کې پر وړاندي شویو ارقامو ولاړ دی.
بان د خپور شوي رپوټ په اړه ویلي دي: «موږ به وړاندي شوي شکایتونه وڅیړو، خو [د رپوټ] محتویات به بدلون و نه مومي.»
په ۲۰۱۴م کال کې هم ملګري ملتونه له ورته نیوکو سره مخامخ شوی وو چې په غزه کې د جګړې پر مهال د ۵۰۰ ماشومانو پر وژل کیدو سربیره هم د اسرائیلو نوم د هغه کال په رپوټ کې شامل نه شوای کړای.