1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان غواړي د سیاحت په سکتور کې پانګونه وکړي

۱۳۹۶ اسفند ۴, جمعه

سعودي عربستان غواړي په تفریحي برخو کې ۶۴ میلیارده ډالره پانګونه وکړي. د دې کار هدف په هیواد کې دننه او له بهر څخه د سیلانیانو را جلبول دي. دا پروګرام د نفتي عایداتو له پاره د بدیل پيدا کولو د تدابیرو یوه برخه ګڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/2tCVr
Saudi Arabien König Abdulaziz Kamel Festival Rimah
انځور: Reuters/F. Al Nasser

د پنجشنبې په ورځ(د فبرورۍ میاشتې په ۲۲) سعودي عربستان په عربي سبک د پراخو تفریحي امکاناتو د جوړولو خبر ورکړ، هغه اقدامات چې مخکې تر دې به یې په اړه حتی فکر کول هم مشکل وو.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ سعودي عربستان چې محافظه پاله ارزښتونو ته د ډیر میلان له کبله شهرت لري، اوس یې د ولیعهد محمد بن سلمان په نوښت په ټولنیز او اقتصادي برخو کې یو لړ اصلاحاتو ته مخه کړې ده.

د سعودي عربستان د تفریحي چارو رئیس احمد بن عقيل الخطيب، په ریاض کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د سعودي عربستان د بادشاه د هغې پریکړې په اړه خبر ورکړ چې له مخي يې دغه هیواد په راتلونکو لسیزو کې د ساتیرۍ او تفريح په برخو کې ۶۴ میلیارده ډالره پانګونه وکړي. خطيب په راتلونکي کال کې د ۵۰۰۰ تفریحي پروګرامونو جوړولو خبر ورکړی دی.

د سعودي د چارواکو په حواله ټاکل شوی ده هغه بندیز چې له کلونو راهیسې په دغه هیواد کې پر سينماګانو لګول شوی وو په روان ۲۰۱۸ م کال کې لغو شي. همدارنګه تر ۲۰۳۰م کاله پورې د سینماګانو له پاره د نویو سالونونو جوړولو پروګرامونه تر لاس لاندې دي.

سعودي اتباع هر کال په دوبئ او بحرین کې د سينما او تفریحي ځایونو د لیدنې له پاره په میلیاردونو ډالره مصرفوي. دغه هیواد اوس غواړي چې د دې پروګرام مخ واړوي، او د ګاونډویو هیوادونو اتباع وهڅوي چې وروسته تر دې سعودي عربستان ته د سیاحت او تفریح له پاره راشي.

له دې کار څخه د سعودي عربستان موخه دا ده چې په نړیوالو بازارونو کې د نفتو د بیو را ټیټیدو په پام کې نیولو سره، نویو عایداتي منابعو ته لاسرسې پيدا کړي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: