1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان د امريکا ملگری که د ترويزم تمويلونکی؟

۱۳۹۰ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

کله چی بارک اوباما د 2009 کال د جون په میاشت د منځنې اسیا په هیوادونو کی خپل لومړی سفر د سعودی عربستان د پلازمینه ریاض پیل کړ، د دغه هیواد د شاهی کورنۍ د ستایینۍ څخه یی ډډه وکړه.

https://p.dw.com/p/12Dh6
انځور: DW / fotolia

د امریکی د متحده ایالاتو ولسمشر ملک عبدالله ته وویل : دواړه هیوادونه ستراتیژیک همکاران دي. او د « او د سعودی عربستان د پاچا د پوهی، پاکوالې او ښه سلوک څخه یی ستاینه وکړه.خو که د امریکی د متحده ایالاتو پر هغو سرې اسنادو باور وشی چی د ویکلیکس انټرنټ پاڼی بربنډ او خپور کړی دی، په همدی کال د سعودی عربستان په اړه د اوباما د حکومت د بهرنیو چارو د وزیرۍ هیلری کلنټن په خبرو کی د اوباما د خبرو په پرتله په کراتو لږه غوړه مالې ښکاریدله.

« دا یوه دایمی ننګونه ده چی د سعودی عربستان رسمی چارواکۍ په دی باوری کړای شی تر څو د دغه هیواد څخه د تروریزم د تمویل مخنیوی ته د خپل ستراتیژی په لومړی سر کی ځای وکړی. هغه پیسی چی د سعودی عربستان څخه ورکول کیږی په ټولې نړۍ کی د سنې مذهبې ترورستی ډلو له پاره مهم مالې منبع جوړوی.»

دغه ضد او نقیص دریځونه د دغو دواړو هیوادونو د پیچلو مناسباتو یوه مشخصه ده. له یوی خوا سعودی عربستان د امریکا د متحده ایالاتو له پاره د نفتو یو مهم صادرونکۍ هیواد دی له بلې خوا امریکا دغه هیواد د ایران د مخ پر زیاتیدونکۍ نفوذ په وړاندی د یو ستراتیژيک ډال په ګڼې. او همدارنګه سعودی عربستان یو داسی هیواد بولې چی د سیمه یزو شخړو د حلولو په برخه کی د ځانګړو ابتکارونو په ښکاره کولو سره برخه اخلې.له بله پلوه په سعودی عربستان داسی نور شیان هم شته چی پر هغی د امریکا متحده ایالتونه په نورو هیوادونو کی نیوکه کوی، د بیلګی په توګه د بشر د حقونو څخه سرغړونه، د دین د آزادې نشتوالې، د رسنیو سانسور، او د ښځو او نارینه په حقونو کی د مساواتو نه شتون.

اکثره دا ټکی په دغه هیواد کی د حاکم نظام وهابیت د نظریی پر مبنا ولاړه دي. هغه نظریه چی په اسلام کی د ډیرو شدیدو نظریو څخه شمیرل کیږی. د ګیدو شتاینبرګ په اند چی د جرمنی د پلازمینه برلین د سیاست او علومو په ټولنی کی د ترور او اسلامیزم د چارو یو کارپوه دی نوموړی وایی:

« دا د دی سبب کیږی چی د سعودی عربستان ځوانان د هغه څه پر اساس چی په ښوونځی او پوهنتونونو کی یی زده کوی د تندلاریتوب ژوروالې ته ؤ خوییږی. خو د سعودی عربستان مشر د القاعدی د ترورستۍ شبکی او او په دغه هیواد کی د حاکم نظام د ایډیالوژی تر منځ نژدی والۍ نه منی.»

تر ټولو لوی اتهام دا دی چی ترورزم د سعودی عربستان د خاوری څخه تمویلیږی. د امریکا د دپلوماتیکو راپورونو په اساس چی د ویکیلیکس انټرنټ پاڼی په نشر رسولې دي، دا احتمال شته چی تر ټولو زیاتۍ پیسی چی د القاعدی شبکی ته ورکول کیږی د خلیج د هیوادونو چنده ورکوونکې یی برابروی.

د جرمنی په هامبورګ ښار کی د« دیر شپیګل » د ورځپاڼی خبریال د (یاسین موشرباش ) په اند، د دی ادعا ثابتول ډیر ګران کار دی، خو سربیره پر دی د خلیج د هیوادونو څخه د دغو اعانو دوام پیدا کول یو رواجی کار دی:

« چی اساسآ په افغانستان کی د روسانو په وړاند د مجاهدینو د جنګ په وخت کی موجود ؤ. یعنی د خلیج د حوزی عربان، چی په یو شکل سره یی دی مسالې ته پراختیا ورکړه. دوی سره مالې مرسته کوی. چی وروسته بیا د دوی څخه یو شمیر عربانو د طالبانو او القاعده ملاتړ پیل کړ.»

هغه کارپوهان چی نړیوال تروریزم څيړی په دی برخه کی یو ډول نظر لری چی پخوا به د سعودی او د خلیج د هیوادونو رسمی ادارو به هم په دا ډول مرستو کی ونډه اخستله . د شتاینبرګ په وینا وروسته د 2001 کال د یولسم د سپتمبر د پیښی څخه د یو شمیر نیمه دولتی سازمانونه لکه د(موسسه الحرمین) د سعودی عربستان د چارواکو له خوا وتړل شول،ځکه چی د دغو سازمانونو له خوا په غیرمستقیمه توګه جنګیالیو ته پيسی ورکول کیدل. شتاینبرګ زیاتوی:

« د سعودی عربستان دولت د خپل کنترول په وسایلو کی په لومړی قدم کی د امریکا د متحده ایالاتو د فشار په نتیجه کی، او وروسته د 2003 کال څخه پخپل نوښت شدت راوړی دی. لکه څرنګه چی نور نشی کولای چی دا ثابته کړی چی له دی ځایه په حقیقت کی دولتی حمایت نه او یا هم غیر دولتې حمایت ترسره کیږی.»

خو سره د دی هم شخصی اعانی د یوی لوی ستونزی په دول باقی پاتی دي. دغه اعانی القاعده ژوندۍ او فعاله ساتی. شتاینبرګ وایی چی د دغو پولې منابعو کشف او درول تقریبآ ناممکنه ده، خو هغه زیاتوی چی په پراخه پیمانه په سعودی عربستان او سیمی کی کولی شی چی په راتلونکی کی د هغو کسانو په شمیر کی کموالې رامنځته کړی چی په دوطلبانه ډول اعانه یا پيسی ورکوی.