1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي: طالبان دي له القاعدې سره اړيکي وشلوي

۱۳۹۰ بهمن ۳۰, یکشنبه

د سعودي عربستان يو لوړ پوړي چارواکي پرون پر افغان طالبانو يو وار بيا ږغ وکړ چي خپلي وسلې پر مځکه کښېږدي او له القاعدي سره دي خپلي اړيکي وشلوي.

https://p.dw.com/p/145bO
انځور: AP

د سعودي عربستان دغه چارواکي وويل چي دا د افغانستان د سولي د خبرو اترو په پروسه کي د سعودي عربستان د مينځګړيتوب مخکنی شرط دئ.

افغان حکومت تر دې مخکي په وار وار سره له سعودي عربستان څخه غوښتنه کړې وه چي د وسلوالو مخالفينو ترمنځ دي د سولي په خبرو اترو کي مينځګړيتوب وکړي.

دغه راز کابل غوښتل چي که چيري طالبان غواړي چي په بهر کي د اړيکو نيولو له پاره دفتر ولري، غوره ده چي په سعودي عربستان کي وي.

د افغانستان د ولسمشر وياند، ايمل فيضي تيره مياشت له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په يوه مرکه دا خبره تائيد کړه چي افغان حکومت په سعودي عربستان کي د «طالبانو د يو دفتر د پرانيستلو» وړانديز کړی وو.

د طالبانو د شورا يوه غړي د فرانس پرس خبري آزانس ته تر دې مخکي ويلي ول چي د کابل او اسلام اباد دواړو ټينګار پر دې وو چي هغوی په سعودي کي د« تماس نيولو دفتر» جوړ کړي.

اوس ويل کيږي چي دغسي يو دفتر په قطر کي په پام کي نيول شوی دئ. دا چي طالبانو په قطر کي دغسي يو دفتر پرانيستی دئ که نه تر اوسه پوري په رسمي توګه هيڅ اړخ معلومات نه دي ورکړي.

خو رپوټونو ويلي دي چي په قطر کي د امريکا د متحده ايالاتو او طالبانو د ځينو مشرانو ترمنځ مقدماتي خبري شوي دي.

د سعودي عربستان دغه چارواکي چي د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې له فرانس پرس خبري آژانس سره خبري کړي دي ويلي دي:«د سعودي عربستان د مينځګړيتوب شرط دا دئ چي طالبان خپلي وسلې پر ځمکه کښېږدي او په سياسي بهير کي ګډون وکړي او القاعده وغندي.»

هغه زياته کړه:«موږ دغه درې شرطونه لرو او په تيرو درو کلونو کي په هغو کي بدلون نه دئ راغلی.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل