«د ۱۱ طالب او حقاني شبکې جنگياليو د اعدام حکم لاسليک سوی»
۱۳۹۶ خرداد ۱۱, پنجشنبهدغي سرچينې چي نوم ئې نه دی ښوول سوی د جرمني خبري آژانس (dpa) ته ويلي دي چي د افغانستان جمهوررئيس اشرف غني د پنجشنبې ورځي په سهار د دغو ۱۱ بنديانو د اعدام حکم لاسلیک کړی دئ.
د افغانستان ځايي تلويزيون «طلوع نيوز» په راپور کي راغلي دي چي دغه ۱۱ بنديان د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو غړي دي.
افغان حکومت په رسمي توگه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د افغانستان د رسنيو د راپورونو له مخي په دغو بنديانو کي د حقاني شبکې د موسس جلال الدين حقاني زوی انس حقاني هم شامل دئ.
د چهارشنبې په ورځ په کابل کي يوې چاودني نژدې ۹۰ کسان ووژل او ۴۶۰ نور پکښې ټپيان سول. د دغي چاودني مسئوليت چي سخت مالي او ځاني زيان ئې ورساوه، تر اوسه پوري يوې ډلي هم پر غاړه نه دی اخيستی، خو افغان چارواکي وايي چي دا کار د حقاني شبکې دئ.
د افغانستان ملي امنيت ادارې د چهارشنبې په ورځ ناوخته په يوه اعلاميه کي وويل چي چاودنه د پاکستان د استخباراتي ادارې په ملاتړ حقاني شبکې طرح کړې وه.
د افغانستان د ملي امنيت ادارې پخواني رئيس رحمت الله نبيل په کابل کي تيره ورځ تر خونړۍ چاودني وروسته پخپل پاڼه کي ليکلي ول چي حکومت باید د انس حقاني چي په اعدام محکوم سوی دئ د اعدام حکم پر ځای کړي.
(dpa/NZ)