1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرپول: ناټو ځواکونو شپږ ملکي وگړي وژلي

۱۳۹۰ فروردین ۱۶, سه‌شنبه

د سرپول والي وايي چي د ناټو ځواکونو په هغه ولايت کي د شپې لخوا پر يو کور د چاپې پر مهال ۶ ملکي کسان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/RFZv
« د ناټو ځواکونه د څرخي الوتکي څخه راکښته سوي ۶ بې گناه سړي يي وژلي او ۴ تنه يې د ځانه سره بيولي دي»
« د ناټو ځواکونه د څرخي الوتکي څخه راکښته سوي ۶ بې گناه سړي يي وژلي او ۴ تنه يې د ځانه سره بيولي دي»انځور: AP

د ناټو ځواکونو وياند ويلي چي ځواکونو يې د افغان ځواکونو سره په ګډه دغه عمليات تر سره کړي چي په نتيجه کي يې ۵ کسه وسله وال سړي وژلي دي چي لومړی يې پر موږ ډزي کړي. هغه ويلي چي د وژل سويو کسانو د شناخت په اړه پلټني پيل سوي دي.

دغه پيښه په داسي حال کي رامنځ ته سوې چي د ټول هيواد په کچه پر امريکا د يو کشيش لخوا د قرآن پاک د سوځولو له عمله خلک احساساتي سوي.

په تيرو څو ورځو کي ددغه پيښي د غندلو په خاطر په څو ښارونو کي خونړۍ مظاهرې سوي چي په نتيجه کي يې د ملگرو ملتونو د ۷ کارکوونکو په شمول ۲۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د سري پل والي انور رحمتي رويترس ته ويلي چي په دغه تالاشي کي ناټو ځواکونو ۴ تنه هم د ځانه سره بيولي دي، چي د لومړنيو معلوماتو له مخه د هغوی څخه پر۱ کس تن يې شک کيږي.

هغه زياته کړې چي « د ناټو ځواکونه د څرخي الوتکي څخه راکښته سوي ۶ بې گناه سړي يي وژلي او ۴ تنه يې د ځانه سره بيولي دي.» پيښه د هغه ولايت په صياد ولسوالي کي رامنځ ته سوې.

د ناټو ځواکونه وايي چي ددغه عملياتو څخه يې موخه د طالبانو لخوا دغه ولايت ته د ټاکل سوي والي په نښه کول وو، څوک چي په شمال کي د طالبانو د مهمو اشخاصو څخه شميرل کيږي.

په افغانستان کي مېشت ناټو ځواکونه وايي چي دغه کس د ځانمرگي بريدونو روزنيز کمپونه او د نورو هيوادو څخه جنگيالي افغانستان ته راولي.

په عيني وخت کي چارواکو خبر ورکړی چي په کندز ولايت کي يې دوه ځانمرگي بريد کوونکي نيولي دي.

د ځايي پوليسو مشر سميع الله قطر يو مطبوعاتي کنفرانس ته وويل چي۱۵کلن فريد احمد او ۱۹ کلن نادر شاه دواړه کسان په تيرو ۲ ورځو کي جلا جلا نيول سوي دي.

هغه زياته کړه ملا عبدالستار، چا چي نوموړي کسان د پاکستان څخه راوستي وو هم د پوليس لخوا نيول سوی دی. دغه دواړو ته د پاکستان په يوه قبايلي سيمه کي د ځانمرگي بريدونو روزنه ورکړل سوې.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل