1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

سري ديوي له دې نړۍ سترګي پټي کړې

۱۳۹۶ اسفند ۶, یکشنبه

د هندي فلمي نړۍ نامتو ايکټره سري ديوي د ۵۴ کلنۍ په عمر له دې نړۍ سترګي پټي کړې. پر نوموړې د زړه حمله راغلې وه.

https://p.dw.com/p/2tIMT
Indien Bollywood-Schauspielerin Sridevi Kapoor in Mumbai
انځور: Getty Images/AFP/S. Jaiswal

سري ديوي و دبۍ ته د کورنۍ په يو واده کي د ګډون له پاره تللې وه چي هلته د زړه حمله ورباندي راغله.

نوموړې له څلور کلنۍ څخه په تاميل، تېلګو، ملايم او کنډا ژبي هندي فلمونو کي کار کړی ؤ. دغه فلمې ستورې د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰مو کالونو تر منځ د هند تر ټولو غوره او بهترينه ښځينه ايکټره تصور کېدله.

سري ديوي ته د لومړۍ هغې ښځينه ايکټري په سترګه کتل کيدل چي د نارينه تر واک لاندي په هندي فلمي نړۍ کي يې ځان داسي يو لوړ او منل سوي مقام ته ورساوه.

سري ديوي په فلمونو کي د کوميدي کردارونو د ادا کولو او د ښه رقص له پاره مشهوره وه. نوموړې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۲۵مه نېټه) په دبۍ کي ساه ورکړه. دا خبر د هغې لېور سنجې کپور د انډين ايکسپرېس ورځپاڼي ته تائيد کړی دی.

په افغانستان کي سري ديوي په زياته په «خدا ګواه» فلم کي د يوې افغانې مېرمني د رول له کبله ډېره مشهوره وه. په دغه فلم کي ورسره اميتاب بچن هم کار کړی ؤ.

د باليووډ ستوري چي اوس میندې دي، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: