1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سروې: پوتين د ترمپ په نسبت زيات د اعتبار وړ دی

۱۳۹۶ مرداد ۲۶, پنجشنبه

له امریکا متحده آيالاتو سره په ډېرو ملګرو هېوادونو کې خلک د بهرني سياست په برخه کې د دونالد ترمپ په پرتله ولاديمير پوتين د اعتبار وړ بولي. د يوې نوې سروې دغه پايلې اصلا په دواړو مشرانو کې د لږ اعتبار درلودل رابرسېره کوي.

https://p.dw.com/p/2iPMA
Kombobild Trump Putin

دغه سروې چې د «پېو رېسرچ سنټر» له خوا خپره شوې، دا هدف لري چې د روسيې او د متحدو ایالاتو د مشرانو نړيوال تصوير اندازه کړي. دغې څېړنې موندلې ده چې په ۳۷ هېوادونو کې يوازې يو له څلورو نفرو څخه د روسيې پر ولسمشر هغسې باور لري چې دی به ګويا په نړيوالو چارو کې سم اقدام وکړي. په اروپا کې د څېړنې برخوال جواب ورکوونکي تر ټولو انتقادي وو، چې ۷۸ سلنې د پوتين پر مشرۍ بې باوري څرګنده کړې ده. سروې کې دا هم راغلي دي چې سره له دې چې د پوتين له خوا په بهرنيو چارو کې د چلند د اعتبار کچه هم ډېره ټيټه ده، خو په ډېرو هېوادونو کې د ولسمشر دونالد ترمپ په مقابل کې د هغه اعتبار ډېر دی.

ترمپ او بې باروي

له متحده آيالاتو سره په ملګرو هېوادونو چې متحدين يې هم دي، لکه جاپان، جنوبي کوريا او او اروپايي او د ناټو په غړو هېوادونو کې يعنې يونان، ترکيه، هنګري، فرانسه، ايټاليا او هسپانيه، چې په تاريخي لحاظ له متحده آيالاتو سره د پوځي ملاتړ او دفاع په برخه کې ورباندې تکيه کړې ده، ټولو په پوتين زيات اعتبار څرګند کړی دی.

د ترمپ په پرتله پر پوتين زيات باورتوب په تېره په يونان او آلمان کې ډېر وو چېرته چې يې د متحده آيالاتو د ولسمشر په نسبت ۳۱ او ۱۴ زيات پواينټونه ګټلي دي. په آلمان کې تقريبا هر څلورم جواب ورکونکي ويلي دي چې پر پوتين باور لري، په داسې حال کې چې دغه کچه د ترمپ په برخه کې ۱۱ سلنې ته رسيږي.

خو د ناټو په ټولو غړو هېوادونو کې داسې نه دي ويل شوي چې پوتين ګويا زيات د اعتبار وړ دی. ترمپ په بريتانيا، کاناډا، هالنډ او پولنډ کې د سروې په حواله زيات محبوبيت لري. هغه په نورو هغسې هېوادونو کې هم چې د ناټو غړيتوب نه لري، د زيات اعتبار وړ کانديد بلل شوی دی. دا هغه متحدين دي لکه استراليا، فيليپين او اسرائيل چېرته چې يې په ډېرې فاصلې سره له پوتين څخه ۲۹ پوينټونه زيات وړي دي.

روسيه ګواښ دی؟

سربېره پر دې چې د بهرني سياست په برخه کې له پوتين څخه ښه تصور نه لري، ځينو جواب ورکوونکو دا هم ويلي دي چې روسيه امنيت ته ګواښ دی. په ټوله نړۍ کې ۳۱ سلنه خلکو د روسيې قدرت او اغېز د خپلو هېوادونو له پاره ستر ګواښ بللی دی. د دغه ليست په آخرو ځايونو کې د «اسلامي دولت» په نوم تندلارې ډله، د اقليم بدلون او نړيوال سايبري بريدونه هم راغلي دي. په عين اندازه خلکو چين هم ګواښ بللی دی، په داسې حال کې چې ۳۵ سلنه د امريکا نفوذ هم خطرناک بولي. دغه پايلې د پېو له خوا د ۲۰۱۷ کال په پسرلي کې د تر سره شوې سروې پايلې دي، چې له څه باندې ۴۰ زره کسانو څخه يې په ۳۷ هېوادونو کې پوښتنې کړې دي.