1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سربستان ـ مهاجرو د لارو د بنديدو په اعتراض کې مظاهره وکړه

۱۳۹۵ آبان ۲۲, شنبه

په سربستان کې له سلو څخه زياتو مهاجرو مرکزي اروپايي هیوادونو پر لور د هغو د تلو د مخنيوي په خلاف مظاهره وکړه. دغه مهاجر غواړي چې دوی ته دې د اروپايې اتحاديې غړو هيوادونو ته د تلو لارې خوشي کړل شي.

https://p.dw.com/p/2SbTI
Flüchtlinge an der Grenze von Serbien und Mazedonien
د بالکان لارو تر بنديدو وروسته سربيا کې ګن شمير مهاجر بند پاتي ديانځور: Getty Images/M. Cardy

په سربيا کې له سلو څخه زياتو مهاجرو مرکزي اروپايي هیوادونو پر لور د هغو د تلو د مخنيوي په خلاف مظاهره وکړه. دغه مهاجر غواړي چې دوی ته دې د اروپايې اتحاديې غړو هيوادونو ته د تلو لارې خوشي کړل شي.

له سلو څخه زياتو مهاجرو، د جمعې په ورځ (نوامبر ۱۱مه) د سربيا هيواد پلازمينه بلګراد ښار په يوه پارک کې سره راټول شول. دغو مهاجرو له ځانه سره پلاکاټونه ليږدول چې پر هغو « سرحدونه خوشي کړي»، « نور جنګ بس دی» او داسې نور شعارونه ليکل شوي وو.

د بالکان هيوادونو لخوا د سرحدونو له تړل کيدو وروسته په سربيا کې ډیر شمير هغه مهاجر چې غوښتل یې مرکزي اروپا ته ولاړ شي، بند پاتي دي. دغه مهاجر خپلو اړوندو مرکزو او يا هم د پلازمينې بلګراد ښار په پارکونو یا خالي ګدامونو کې په ناوړه حالت کې ژوند کوي. دوي غواړي چې له هرې ممکنې لارې، حتی که غیرقانوني هم وي له سربيا او هنګري څخه ووځي.په ورته وخت کې د سربيا حکومت، مرستندويو سازمانو ته سپارښتنه کړې، چې هغو مهاجرو سره دې خپلې مرستې بندې کړي چې له مرکزونو بهر په واټونو او ميدانونو کې ژوند کوي. اروپا کې د مهاجرت موجوده کرکيچ ته په کتو، په بالکان هيوادونو په ځانکړې توګه د سربيا په بندري سرحدونو کې بشري ستونزې زياتې دي.

د سربيا هيواد، اوس مرکزي اروپا ته د تلونکو مهاجرو لپاره پر يوې اساسي لارې بدل شوی دی. په حاضر وخت کې د سربيا تر څنګ، په هنګري او کرواسي کې هم ګڼ شمير هغه مهاجر چې غواړي مرکزي اروپا ته خپل ځانونه ورسوي بند پاتې دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.09.2015):

Flüchtlinge an der Grenze zu Kroatien und Serbien
سربيا کې زياتره مهاجر په رڼو ميدانونو او یا په خالي ګودامونو کې ژوند کوي.انځور: Getty Images/AFP/E. Barukcic