1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سترې امريکايي نظامي بېړۍ د کوریا په لور خوځیدلي»

۱۳۹۶ فروردین ۲۰, یکشنبه

د شمالي کوریا د اټومي وسلو پر سر د اندیښنو په زیاتیدو سره، واشنګټن د سمندري ځواکونو یوې ډلې ته د کوریا د ټاپو په لور د خوځیدو امر کړی. د مخ پر زیاتیدونکو نیوکو سربیره، پیونګ یانګ د اټومي وسلو پنځه ازموینې ترسره کړي دي.

https://p.dw.com/p/2awfX
Flugzeugträger USS Carl Vinson
انځور: picture-alliance/dpa/U.S. Navy/D. Howell

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي چې په سیمه کې خپل شتون وښيي او د شمالي کوریا پر وړاندې خپل دفاعي سیستم لا غښتلی کړي.

د USS Carl Vinson په نامه سترې انتقالوونکې کښتۍ ته له سنګاپور څخه د کوریا د ټاپو په لور د حرکت امر شوی. د امریکا د متحده ایالاتو د آرام سمندر قوماندان دغه کار په «غربي آرام سمندر کې د حضور او د چمتووالي له پاره د یو عاقلانه اقدام» په توګه یاد کړی دی.

په آرام سمندر کې د امریکا د قوماندان ویاند، ډیو بینهام په دې هکله وویل: «د بې پروايۍ، بې مسوولیتۍ، د توغندیو د ازموینو بې ثباته پروګرام او همدا راز د اټومي وسلو د لاسته راوړلو د هڅو له امله شمالي کوریا په سیمه کې تر ټولو ستر تهدید دی.» نوموړي همدا راز زیاته کړې چې «موږ دا اړتیا احساس کړه چې زموږ حضور اړین دی.»

ویل کیږي چې په کښتۍ کې د جنګي جټ الوتکو سربیره دوه اداره کیدونکي د توغندیو ویشتونکي او اداره کیدونکي کروز توغندي هم شتون لري. د سمندري ځواکونو منتظره قطعه د کوریا ټاپو ته د لیږلو پریکړه یوازې څو ورځې وروسته له هغې کیږي چې ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ د جنوبي کوریا له سرپرست ولسمشر هوانګ کیو آن سره د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې. رپوټونه وايي چې دواړو مشرانو په دې توافق کړی چې د جنوبي کوریا د لانجمن ګاونډې پر سر به اړیکې لا ډیرې کړي.

شمالي کوریا د اټومي وسلو د لاسته راوړلو د پروګرام په سر په ټوله سیمه کې ویره اچولې ده. په داسې حال کې چې د سپوږمکۍ انځورونه ښيی چې ښايي شمالي کوریا د شپږم ځل له پاره د اټومي وسلو د ازموینې له پاره چمتوالی نیسي. پینګ یونګ تر دې مخکې پنځه بیلا بیلې اټومي ازموینې کړي او له دې ډلې څخه دوه یې تیر کال ترسره کړې.

تیره اونۍ شمالي کوریا د جاپان ساحل ته څیرمه شرقي سمندر ته ګڼ شمیر بالیستیک توغندي هم ویشتلي دي. په عین وخت کې د امریکا متحده ایالات داسې وړاندوینه کوي چې انزوا شوې شمال کوریا ښايي د اټومي وسلې د جوړولو څخه دوه کاله فاصله ولري.

بل لوري ته بیا ټرمپ د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون د رژیم پر ضد د پوځي اقداماتو ګواښ کړی دی. په روانه اونۍ کې له فایننشل ټایمز سره په مرکه کې، ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې د امریکا متحده ایالات به د شمالي کوریا پرضد د یو اړخیز اقدام له پاره چمتو وي. دغه تهدید په روانه اونۍ کې هغه مهال ښه احساس شو چې د تیرې جمعې په ورځ سهار مهال د امریکا متحده ایالاتو د سوریې په شعیرات پوځي اډې د توماهاک توغندیو برید وکړ.

شمالي کوریا په سوریه کې د امریکا د متحده ایالاتو لاسوهنه وغندله او دغه اقدام یې د «نه منونکي یرغل» په توګه یاد کړی او زیاتوي چې دغه کار د [کوریا] د ملت اټومي پروګرام ښه توجیه کوي.

په روانه اونۍ کې همدا راز ولسمشر ټرمپ او د هغه د ملي امنیت همکارانو د امریکا په فلوریډا ایالت کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره هم خبرې کړي دي. ویل کیږي چې ولسمشر ټرمپ خپل چینايي سیال دې ته هڅولی چې شمالي کوریا تر کنټرول لاندې راولي او د اټومي وسلو د لاسته راوړلو د پروګرام د بندولو په هکله لا ډیر کار وکړي. چین یو له هغو محدودو هیوادونو څخه دی چې له خپل انزوا شوي ګاونډي یعنې شمالي کوریا سره لا هم اړیکي لري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.12.2016):