1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سانک پیتربورگ درې ورځي ویر کوي

۱۳۹۶ فروردین ۱۵, سه‌شنبه

په سانک پیتربورگ کې د دوشنبې ورځې تر برید وروسته چې ۱۴ کسان پکښې ووژل شول، درې ورځنی ویر اعلان شوی دی. چارواکي په قرغستان کې زیږدلی یو ۲۲ کس د دې برید تر شا بولي خو لا هم څیړنې روانې دي.

https://p.dw.com/p/2aevb
Russland Blumen und Kerzen am Anschlagsort in St. Petersburg
انځور: picture-alliance/dpa/Lehtikuva/J. Nukari

چارواکو ویلي دي چې لومړي معلومات ښيي چې په سانک پیتربورگ کې د دوشنبې ورځ برید تر شا ښايي په قرغستان کې زیږدلی ۲۲ کلن اکبرجان دلیلوف، وي چې د پولیسو په څارونکو کمرو کې یې انځورونه ثبت شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د ۲:۴۰ بجو په شاوخوا کې په سانک پیتربورگ کې چاودنه وشوه. پولیس وایي چې برید کوونکو د اورګاډې تر یوې څوکۍ لاندي چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو. پولیسو په یوه نزدې تمځای کې یو بل بم هم تر چاودیدو مخکې موندلی دی.

ویل شوي دي چې کیدای شي دغه کس روسی تابیعت هم اخیستی وي. د سانک پیتربورګ رسنیو ویلي دي چې دغه کس له شپږو کلونو راهیسې په دې ښار کې ژوند کاوه. د هغه انځورونه د میترو په څارونکو کمرو کې د دوشنبې ورځ د برید پر مهال ثبت شوي دي.

دغه برید ۱۴ کسان ووژل او ۴۹ تنه نور یې ټپیان کړي. لا تر اوسه پوري کومي ترهګري ډلي د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. د دې په اړه چې ایا پخپله برید کوونکی هم د دوشنبې ورځې په برید کې وژل شوی او که نه، بیلابیل رپوټونه ورکړل شوي دي. خو چارواکو په ډاګه کړې ده چې د برید د قربانیانو په ډله کې بهرني وګړي هم شامل دي.

په سانک پیتربورگ ښار کې اوس درې ورځنی ماتم اعلان شوی دی چې د سه شنبې له ورځې پیل شو. په عین حال کې ځایي اوسیدونکو د میترو هغه چلوونکی هم ستایلی دی چې پر چاودنه سربیره یې هم اورګاډی تر تمځایه رسولی، څو پکښې سپاره کسان ځان امنو ځاینونو ته ورسوي.

له بلې خوا روسي چارواکو او سیاستوالو تر برید وروسته ویلي دي چې دې پیښې وښوده چې روسیه د ترهګرو بریدونو له کبله نه شي بې ثباته کیدای. د روسیې د حاکم متحدي روسيې ګوند مشر ولادیمیر وسیلوف، وویل: «د روسیې ټولني وښوده چې ددې وړتیا لري چې د تر ټولو بدو ګواښونو پر وړاندي هم ودریږي.»

هغه زیاته کړه چې تر برید وروسته بیا هم ګډوډي رامنځ ته نه شوه او د ښار مسوولینو د مترو تر بندیدو وروسته وګړو ته د تګ راتګ نور امکانات برابر کړل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف، تر برید وروسته له خپل قرغزي سیال سره لیدلي او د دوشنبې د برید په اړه یې بحث کړی دی. هغه ویلي دي چې دغه شان پیښې د خرابکارو کسانو د مخنیوي له پاره د ګډ کار اهمیت ښيي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، هم تر برید وروسته د پیښي سیمي ته ورغلی او روښانه یې کړه چې په دې اړه څیړنې روانې دي.

تر برید وروسته نړیوالو مشرانو دغه پیښه غندلې او له روسیې سره یې غمشریکي کړې ده. په دوی کې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، هم شامل دی چې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره یې د برید په اړه تليفوني خبري کړي دي.

د سپنې ماڼۍ له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې ترمپ له پوتین سره د خبرو پر مهال د برید عاملینو ته د سزا ورکولو په برخه کې د روسیې د ملاتړ اعلان کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا یو «بزدلانه» برید بللی دی. پر دې سربیره د ملګرو ملتونو عمومي منشي او نورو اروپايي او نړیوالو مشرانو هم دغه پیښه غندلې ده.