1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روبرت موګابي ته مصئونیت ورکړل شو او له محاکمې خلاص شو

۱۳۹۶ آذر ۳, جمعه

د زیمبابوې ګوښه شوی ولسمشر روبرت موګابي، او میرمنې ته یې چې ګریس، نومیږي، په زیمبابوې کې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شوې. موګابي د دې په بدل کې له استعفأ سره موافقه کړې ده. لومړی مرستیال مننګاګوا، مؤقت ولسمشر ټاکل کیږي.

https://p.dw.com/p/2oAuk
Robert Mugabe und Grace Mugabe
انځور: Getty Images/M.Safodien

د پنجشنبې په ورځ د زیمبابوې چارواکو وویل چې پخواني ولسمشر روبرت موګابي او د هغه میرمنې ګریس، ته له عدلي تعقیب څخه مصئونیت ورکړل شوی او د امنیت تضمین یې شوی دی. د دې هر څه په بدل کې موګابي د ولسمشر په توګه د خپلې دندې له استعفأ سره موافقه کړې ده.

ویل کیږي چې موګابي مرکچیانو ته ویلي دي چې هغه نه غواړي په تبعید کې ژوند وکړي، او غواړي په زیمبابوې کې ومري. د حاکم «زانو پي اف» ګوند یوې سرچینې د نوم د نه بربنډولو په شرط د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «دا د هغه له پاره له احساساتو یوه ډیره ډکه خبره وه، او هغه پرې کلک ولاړ وو.»

سرچینې زیاته کړې: «د هغه له پاره دا ډیره مهمه خبره ده چې د امنیت تضمین یې وشي او هغه په هیواد کې پاتې شي [...] خو دا کار به د غوښتنې او یا هم اړتیا په صورت کې بهر ته د هغه د سفر مخه و نه نیسي.»

ویل کیږي چې ګوښه شوی ولسمشر به همدا راز د تقاعد یوه بسته هم ترلاسه کړي چې په کې د تقاعد پیسې، د اوسیدو ځای، رخصتي او د ترانسپورت آسانتیاوې، روغتیایي بیمه، محدود هوایي سفر او امنیت په پام کې نیولی شوی دی.

Simbabwe Jubel und Feier nach Mugabe Rücktritt
د موګابي د ګوښه کیدو له امله د زیمبابوې خلک خوښي لمانځيانځور: picture-alliance/AP/B. Curtis

په زیمبابوې کې هم پوځ او هم د حاکم «زانو پي اف» ګوند یو شمیر غړي، د دې هیواد د ګوښه شوي ولسمشر پر خلاف شول او هغه یې د فشارونو په پایله کې استعفأ ته اړ کړ. موګابي د ۳۷ کلونو له پاره د زیمبابوې ولسمشر پاتې شوی وو. هغه په لومړي سر کې له ګوښه کیدو سره مخالفت کاوه خو تر دې وروسته چې پوځ د پلازمینې کنترول په لاس کې ونیوه، د سه شنبې په ورځ دې ته راضي شو چې له واکه ګوښه شي. په دې وخت کې پارلمان د هغه د صلاحیت د اخیستلو بهیر هم پیل کړی وو.

د موګابي تر استعفأ وروسته په پارلمان او له هغه څخه بهر خوشحالۍ ولمانځل شوې. که څه هم موګابي د فشارونو له کبله له واکه ګوښه شو، خو د ګوند ویاند کایا مویو، ټینګار کوي چې دغه پخوانۍ ولسمشر د کومې سیاسي کودتا ښکار شوی نه دی: «هغه اوس هم زموږ د آزادۍ محترم اتل دی. هغه په ۳۷ کلونو کې د دې هیواد په وده کې پراخه ونډه لرله.»

مویو زیاته کړه: «موږ د موګابي او د هغه د میرمنې پر ضد څه نه لرو. د زیمبابوې خلکو غوښتل چې هغه استراحت وکړي. هغوی [پخوانی ولسمشر او میرمن یې] کولای شي چې د غوښتنې په صورت کې په هیواد کې پاتې شي.»

د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال امیرسن مننګګوا، د جمعې په ورځ د زیمبابوې د ولسمشري چارې په لاس کې ونیولي. د واک د سپارلو د دې تاریخې غونډې د کتلو له پاره زرګونه کسان د دې هیواد په ملي سپورټي ستدیوم کې راټول شوي وو. د لوړې د مراسمو په ترڅ کې د دې هیواد نوي ولسمشر امیرسن مننګګوا وویل چې زه به زیمبابوې ته ریښتینی او اطاعت کوونکی اوسم او د زیبمباوې د اساسي قانونو او نور قوانینو دفاع به وکړم. 

m.s/s.s (Reuters, dpa)