1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زکر برګ په سنا کې بخښنه وغوښته

۱۳۹۷ فروردین ۲۲, چهارشنبه

د فیسبوک پر ټولنیزه شبکه له معلوماتو څخه د ناوړه استفادې په افتضاح کې د دغه شبکې بنسټ ایښودونکی او مشر مارک زکر برګ، د امریکا د کانګرس استماعیه غونډې ته حاضر او شخصا یې مسئولیت منلی دی.

https://p.dw.com/p/2vqly
USA Facebook-Chef Zuckerberg sagt vor Handelsausschuss des Repräsentantenhauses zu Skandal um Missbrauch von privaten Nutzerdaten aus
انځور: Getty Images/AFP/J. Watson

مارک زکر برګ، په واشنګټن کې د سنا د قضا او سوداګرۍ ګډې جرګې ته وویل: «دا زما تیروتنه وه، او زه بخښنه غواړم.» د انټرنټ د څانګې دغه ۳۳ کلن مشهور ستوري په خپلو خبرو زیاته کړه چې د تیر په شان یې لومړيتوب دا دی چې انسانان یو له بله سره وصل کړي او «تر کومه وخته چې زه د فیسبوک مشري کوم» دا کار به زما له پاره د تجارتي مشتریانو تر ګټو مهم وي.

زکر برګ، د سنا جرګې ګۍ ته په خپلو څرګندونو کې وویل: «ما د فیسبوک بنسټ ایښي، زه یې مشرتوب کوم او هغه څه چې تر سره شوي دي زه یي مسئولیت پر غاړه اخلم.»

زکر برګ په عین حال کې د ټولو هغو اپس، د پلټنو اعلان کړی دی چې د فیسبوک د ډیر کاروونکو معلوماتو ته لاس رسی لري. هغه وویل چې د دې امکان هم شته چې ځینې اپس د فیسبوک پر پلیټ فارم باندې بند شي.

۸۷ میلیونه

د معلوماتو په اوسنۍ افتضاح کې د یوه اپ جوړونکو د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې څلور کاله تر مخه د فیسبوک د کاروونکو معلومات په غیر قانوني ډول د کمیبرج انالتییکا، په نوم یوه تحلیلي شرکت ته ورکړي دي. تر هغې وروسته د امریکا متحدو ایالاتو اوسني ولسمشر دونالد ترمپ انتخاباتي ټیم ترې استفاده کړې ده. په دغه څه کې یوازې د ټولپوښتنې د ګډونوالو د معلوماتو موضوع مطرح نه، بلکې د هغوی د فیسبوک د ملګرو د معلوماتو موضوع هم مطرح ده. د فیسبوک د خپلو معلوماتو له مخې په نړۍ کې ښایي د ۸۷ میلیونو کسانو معلومات اغیزمن شوي وي.

د عدلي جرګه ګۍ د مشر چک ګراسلي، دې پوښتنې ته زکر برګ، کوم ځواب ور نه کړ چې کمیبرج انالیتیکا، کومو معلوماتو او په کومه اندازه کې لاس رسی موندلی دی. خو هغه ژمنه وکړه چې د دې پوښتنې او نورو جزئیاتو په هکله به په راتلونکي کې معلومات وړاندې کړي. د سوداګرۍ جرګه ګۍ مشر جان تون، پر دې خبره ټینګار وکړ چې د فیسبوک په څیر شرکتونو له پاره د نورو مقرراتو وخت رارسیدلی دی.

د زکر برګ هدف

درې اوونۍ مخکي د دغې قضیې تر رسوا کیدو وروسته، فیسبوک چې په نړۍ کې ستره ټولنیزه شبکه ده، له سختو انتقادونو سره مخامخ ده. پر نورو سربیره د امريکا متحدو ایالاتو د مصرفوونکو د ساتنې ادارې (اف ټي سي) او د ۳۷ ایالتونو څارنوالیو د دغې قضیې په هکله پلټنې پیل کړي دي. د فیسبوک د خپلو معلوماتو له مخې د دغې شبکې د کاروونکو د معلوماتو د خوندي ساتلو او شفافیت د ښه والي له پاره کار کوي. زکر برګ، وویل چې ټول هغه بدلونونه چې موږ یي په پام کې لرو تر سره کیدل یې یو څه وخت ته اړتیا لري. هغه ډاډ ورکړ چې د دغه هدف تر لاسه کولو ته ژمن دی.

زموږ له آرشیف څخه: