1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيودر: د مهاجرت محدوديدل په ائتلاف کي د برخي شرط دی

۱۳۹۶ مهر ۴, سه‌شنبه

د آلمان د مسيحي سوسيال ګوند سياستوال مارکوس زيودر د مهاجرت پر محدوديت ټينګار کړی دی. نوموړي ويلي چي بې له دغه محدوديته په آلمان کي د نوي ائتلاف جوړېدنه له تصوره ليري ده.

https://p.dw.com/p/2khz0
München bayerischer Finanzminister Markus Söder
انځور: picture-alliance/dpa/P. Kneffel

د آلمان د بايرن ايالت د مالي وزير مارکوس زيودر ويلي دي چي په آلمان کي د نوي ائتلاف د رامنځ ته کېدو له پاره د دوی مسيحي سوسيال ګوند (CSU) ته د مهاجرت محدودول مهم دي. نوموړي ويلي چي و آلمان ته د راتلونکو مهاجرو له پاره حداکثر حد ټاکل به د نوموړي د ګوند له پاره د ائتلاف تړون ته مهم شرط وي.

د دې پوښتني په جواب کي چي ايا د مسيحي سوسيال ګوند به بې له ياد محدوديت څخه هم د حکومتي ائتلاف پر تړون لاسليک وکړي که څنګه، زيودر وويل: «زه د دې تصور نه سم کولای.» زيودر د ZDF په نوم تلويزيون و سهارنۍ خپرونې ته دغه څرګندونې کولې. هغه وويل چي د مسيحي سوسيالستانو هغه مرکزي غوښتنه هم د مهاجرو د حداکثر حد ټاکل دي. دغه سياستوال چي په هکله يې فکر کيږي چي د برحال ګوندي رئيس هارسټ زېهوفر احتمالي ځايناستی دی، په آلمان کي تر پارلماني ټاکنو وروسته د جمايکا په نوم د حکومتي ائتلاف پر جوړېدو يې خپل شکونه بيا تکرار کړل.

په آلمان کي جمايکا ائتلاف په حکومت کي هغه مشراکت ته ويل کيږي چي پکښي د مسيحي ديموکرات/مسيحي سوسيال اتحاد، آزاد ديموکراتان او زرغون ګوندونه ائتلاف سره وکړي. دا چي د آلمان په پارلماني انتخاباتو کي سوسيال ديموکرات گوند لږ رايي وگټلې پريکړه ئې وکړه چي په ائتلافي حکومت که به برخه وا نه خلي، اوس نو يوازنی هم دغه د جمايکا ائتلاف امکان پاته دی. دا په دې چي د انګلا مېرکل مسيحي ډيموکراټ او ائتلافي ګوند مسيحي سوسيال ګوند يې په يوازي د اکثريت رايو په لاس ته راوړلو کي نه دي بريالي سوي او بايد د دوو يادو ګوندونو زرغون او آزاد ليبرال سره ائتلاف جوړ کړي.

د مهاجرت موضوع په ټاکنو کي يوه مهمه موضوع وه. اټکل کيږي چي دغه موضوع د دې لامل سوه چي د آلمان لوی ګوندونو مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکرات پر نوي رامنځ ته سوي AfD ګوند زياتي رايي وبايللې. د آلمان له پاره بديل ګوند يا AfD و آلمان ته د مهاجرو د راتګ پر ضد د سختو قواعدو غوښتنه کوي او د رد سوو مهاجرو د ژر تر ژره ايستلو پر غوښتنه ټينګار کوي.

زموږ له ارشيف څخه: