1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيمبابوې: کنترول پوځ په لاس کې اخيستی

۱۳۹۶ آبان ۲۴, چهارشنبه

په زيمباوې کې وضعيت يوې کودتا ته ورته دی. پوځ ويلي دي چې يوازي د موقت وخت له پاره یې د حکومت چارې په لاس کې اخيستي. د کابو ۴۰ کالو تر حکومت وروسته د ولسمشر رابرت موگابې واک ته ښايي خطر متوجه وي.

https://p.dw.com/p/2neMX
Simbabwe Generalmajor Sibusiso Moyo
انځور: Reuters/ZBC

تورن جنرال زمبوسيو مويو په دولتي تلویزيون کې د وينا پر مهال وويل چې موخه مو داده چې «ورځ تر بلې خرابيدونکو سياسي، ټولنيزو او اقتصادي بحرانو» ختم کړو. ده ټينگار وکړ چې دا يوه پوځي کودتا نه ده، بلکې دا کار مو يوازې د ولسمشر رابرټ موگابې څخه د راتاو شوې «جنايت کارې کړۍ» د له منځه وړولو له پاره کړی دی. ده وويل چې موگابې او کورنۍ یې خوندي ده. مويو زياته کړه: «څنگه مو چې ماموريت بشپړه کړ، موږ تمه کوو چې وضعه بیرته عادي حالت ته راشي.»

د پوځ دغه استازي پر ټولو امنيتي ځواکونو له پوځ سره د همکارۍ غږ وکړ. ده خبرداری ورکړ چې پر اعتراضونو او لمسون به سخت غبرگون وښوول شي. مويو زياته کړه چې ټول عسکر بايد ژر تر ژره بیرته خپلو دندو ته حاضر شي. نوموړي د عدليې په مخاطبولو سره وويل: «پيل شوي اقدامات د امنيت د تضمين هدف لري او تاسې (عدلیه) د دولت د يوې خپلواکې څانگې په توگه د دې جوگه ياست چې خپل واک او اختيار بې له ويرې او پرته له کوم خنډ تمرين کړئ.»

ولسمشر تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې

په زيمبابوې کې وضعيت تر اوسه روښانه نه دی. د آلمان خبري آژانس په حواله په پلازمينه هراري کې د ولسمشر موگابې د دفتر او پارلمان ودانۍ ته څيرمه عسکر ځای پر ځای شوي دي او چا ته سيمې ته د داخليدو اجازه نه ورکول کيږي.

په ځانگړي توگه دا لا روښانه نه ده چې ولسمشر او يا د هغه کوم وزیر خو نه دی نيول شوی. موگابې تر اوسه څه ويلي نه دي. تورن جنرال مويو ټینگار وکړ چې ولسمشر او د هغه د کورنۍ غړي روغ رمټ دي او د هغوی امنيت تضمينوي. د ولسمشرۍ د دفتر يوه کارکونکي پرون ويلي ول چې ولسمشر په نورمال ډول خپلو کارونو ته ادامه ورکړې ده.

Simbabwe Putschgerüchte
انځور: picture-alliance/AP/dpa/T. Mukwazhi

د امريکا سفارت تړل شوی

د عيني شاهدانو په حواله بيگاه شپه په هراري کې د لږ تر لږه  دريو درنو چاودنو غږونه اوريدل شوي دي. يوه تن د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې د ځايي وخت څه باندي دوې بجې يې د موگابې له کور سره د ډزو آوازونه اوريدلي دي. د سه شنبې (د ۲۰۱۷م کال د نوامبر ۱۴ نيټه) په ورځ پلازمينې ته زيات شمير عسکر داخل شوي ول.

په زيمبابوې کې د امريکا متحدو ايالاتو او برېتانيا سفارتونو دغلته پر خپلو اتباعو د احتياط د کولو غږ کړ او په کور کې يې د پاتيدو لارښوونه کړې ده. د امريکا سفارت به نن، چهار شنبه تړل شوی وي.

د پوځ د مشر له خوا سختې نيوکې

په زيمبابوې کې شخړه هغه وخت ډيره پراخه شوه کله چې د پوځ مشر کونستانتينو شيوينگا د ولسمشر رابرټ موگابې حکومت ته د دوشنبې په ورځ څرگند گواښ وکړ چې د هيواد روان بحران ته په کتو سره پوځ مداخلې ته چمتو دی. ده وويل: «موږ هغوو کسانو ته دا ورپه يادوو چې غداري کوي او يا په ناوړه پټو فعاليتونو کې لاس لري چې د اړتيا په صورت کې به پوځ د خپل انقلاب څخه د دفاع په برخه کې له ځنډه کار وا نه خلي»

Simbabwe Robert Mugabe Feierlichkeiten zum 93. Geburtstag
ولسمشر رابرت موگابې او ميرمن یې ليډي گريس موگابېانځور: picture alliance/AP/T. Mukwazhi

موگابې تيره اوونۍ خپل مرستيال امرسون منانگاگوا چې د پوځ د مشر شيوینگا متحد بلل کيږي، له دندې گوښه کړ. دوی دواړو له ولسمشر سره په زيمبابوې ـ رودزيا کې د سپين پوسته اقليت پر ضد مبارزه کې شريک ول. زيمبابوې ـ رودزيا يو کوچنی جمهوريت وو چې په رسميت نه وو پيژندل شوی او تر رامنځته کيدو څو میاشتې وروسته بيرته منحل شو.

شوينگا پر موگابې د مرستيال ولسمشر په تعقيب د زاړه گارد د نورو سياستوالو د گوښه کولو له کبله سختې نيوکې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې ولسمشر بايد خپله پريکړه بيرته واخلي. ده د هيواد د خراب اقتصادي وضعيت پړه پر حکومتي گوند ور واچوله.

حکومتي گوند د خيانت تور لگولی

د پوځ د مشر د څرگندونو په ځواب کې حکومتي گوند د سه شنبې په ماښام وويل چې د شوينگا څرگندونې خيانت او د اساسي قانون څخه د تاوتريخوالي ډک بغاوت ته ورته دي.

د پوځ مشر او همدا راز له واکه گوښه شوی مرستيال ولسمشر د لومړۍ ميرمن ليډي گريس موگابې چې غواړي له خپل ميړه وروسته ولسمشره شي، سخت مخالف دي. د کارپوهانو په حواله په پلازېمنه کې د پوځ حضور د دې يوه ښکاره نخښه ده چې پوځ به د اړتيا په صورت کې د نوموړې د ولسمشرې کيدو مخه ونيسي.

رابرټ موگابې د افريقا تر ټولو زوړ ولسمشر دی او له ۳۷ کالو راهيسې په زيمبابوې کې حکومت کوي. نوموړې د اقتصادي بحران او پر ژورناليستانو، سپین پوستو بزگرانو او د اپوزيسيون پر غړو د بريدونو له کبله تر سختو انتقادونو لاندې دی.