1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيات سعودي شهزادګان او پخواني وزيران نيول سوي

۱۳۹۶ آبان ۱۴, یکشنبه

د سعودي عربستان وليعهد ښايي خپل واک لا زیات کړی وي. دا د هغه وروسته چي لس سعودي شهزادګان او په لسهاؤ پخواني وزيران د «فساد» په تور نيول سوي دي.

https://p.dw.com/p/2n312
König Salman Bin Abdul Aziz Al Saud und Kronprinz Mohammed Bin Salman Al Saud
سعودي پاچا سلمان او شاته ته يې ځوان زوی او وليعهد محمد بن سلمانانځور: picture-alliance/abaca/B. Press

محمد بن سلمان بن عبدالعزيز د سعودي عربستان وليعهد دی. نوموړی د ۸۱ کلن سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز آل سعود زوی دی. دغه ۳۲ کلن سعودي شهزاده چي د ۲۰۱۷ کال د جون په ۲۱مه نېټه د سعودي عربستان د پاچا او په دې توګه د خپل پلار وليعهد وټاکل سو او د خپل د تره د زوی محمد بن نايف ځای يې ونيوی. په سعودي کي د «فساد» په تور د شهزادګانو او وزيرانو نيول کيدل ښايي د سعودي پر تخت د محمد بن سلمان طلب او دعوا او په همدې توګه واک لا زيات کړی وي.

د فرانس پرېس او نورو خبري آژانسونو د خبرونو له مخي په ټوليزه توګه ۱۰ سعودي شهزادګان او په لسهاؤ پخواني وزيران د «فساد» په تور نيول سوي دي. د خبرونو له مخي دغه نيونې د شنبې په ورځ تر سره سوي او زياته سوې چي د ملي ګارد او د سمندري ځواک مشران هم له دندو ليري کړل سوي دي. خبري آژانسونه د دغو خبرونو منبع د العربيه رسنيزه شبکه ياده کړې ده چي يادې شبکې خپله منبع نه ده څرګنده کړې.
اټکل کيږي چي د يو شمېر لوړپوړو چارواکو او شهزادګانو نيول کېدنه د اختلاس او اداري فساد ضد هغه کميسيون سره تړاو لري چي ۳۲ کلن وليعهد يې مشري په غاړه لري. د فساد ضد دغه کميسيون لږ وخت تر مخه د سعودي پاچا د يو امر په ترڅ کي رامنځ ته سو.

د خبرونو له مخي په نيول سوو کسانو کي شهزاده وليد بن طلال هم شامل دی چي د نړۍ په بډای ترينو کسانو کي شمېرل کيږي. د وليد بن طلال په هکله د فوربس مجلې په ۲۰۱۵ کال ليکلي ول چي تقريبا ۲۶ مليارده (يعني ۲۶زره مليونه) ډالره شتمنۍ لري.  دغه شهزاده چي د طلال بن عبدالعزيز زوی دی، پلار يې په ۱۹۶۲ کال مصر ته تللی ؤ. د هغه وروسته د نوموړي پر وړاندي او د هغه د اولادونو په وړاندي د شاهي کورنۍ مراعات بندل کړل سوي ول. د هغه وروسته چي د وليد بن طلال پلار شهزاده طلال په ۱۹۶۴ کال بېرته سعودي ته د خپلي کورنۍ سره راستون سو، نو تر پای پوري له دولتي چوکيو څخه ليري وساتل سو.

سعودي چارواکو د سپتمبر په مياشت کي لا تر ۲۰ زيات کسان نیولي ول چي پکښي بانفوذه ديني عالمان هم شامل ول. نوي سعودي وليعهد د اکتوبر مياشتي په آخر کي په يو اقتصادي فوروم کي داسي اشاره ورکړې وه چي غواړي محافظه پال سعودي عربستان کي بدلونونه او اوښتون رامنځ ته کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.05.2017):
 

Saudiarabien Al-Walid ibn Talal
وليد ابن طلال تر ټولو شتمن عرب بلل کيږيانځور: RAMZI HAIDAR/AFP/Getty Images