1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زمبابوې، هانگ کانگ په ۱۴ منډو مات کړ

۱۳۹۴ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

د کریکټ د شل اووریز نړیوال جام سیالیو لومړۍ لوبه زمبابوبې وگټله او هانگ کانگ لوبډلي یې په ۱۴ منډو ماته کړه. د افغانستان لومړۍ لوبله له سکاټلند سره پيل سوه.

https://p.dw.com/p/1I9Ix
انځور: Getty Images/AFP/Stringer

نن په هند کې د کریکټ د شل اووریز نړیوال جام سیالۍ پېل شوې. د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د زمبابوې په بریا تمامه شوه. هانگ کانگ د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته د زمبابوې لوبډلې ته د منډې جوړولو بلنه ورکړه. زمبابوې په ټاکل شوو ۲۰ اوورنو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۸ منډې وکړې.

د زمبابوې له لوري تر ټولو زیاتې منډ سیباندا جوړې کړې چې پر ۴۶ توپونو د دوو شپږیزو او پنځو څلوریزو پر مټ ۵۹ منډې وې. همداشان د چکمبورا ۳۰ منډي چې ناسوځیدلې پاتې وو او د والر ۲۶ منډې هم د پام وړ وې.

یو وخت داسې بریښده چې هانگ کانگ به زمبابوې ډیر منډو جوړولو ته پرې نه ږدي، خو زمبابوې په وروستیو اوورونو کې ډیري منډې وکړې او هانگ کانگ ته یې د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه. د هانگ کانگ له لوري تنویر افضل او عزیز خان، هر یو دوه ویکټې واخیستې.

په ځواب کې هانگ محتطانه لوبه پېل کړه خو د ۱۵ په مجموعي منډو یې لومړی لوبغاړی وسوځید.

د هانگ کانگ له لوري تر جیمي اټکنسن، پرته هیڅ کوم لوبغاړي د پام وړ منډې و نه کړي. هغه په ۴۴ توپونو ۵۳ منډي وکړې. دی څلورم لوبغاړی وو چې د ۱۰۸ په مجموعي منډو یې خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

په پای کې هانگ کان و نه شو کړای چې ټاکلی هدف پوره کړي او د شلم اوور په پای کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۴ منډې وکړې او زمبابوې دغه لوبه د ۱۴ منډو په توپیر سره وگټله.