1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زایترز: سوریایان تر بل هر وخت اوس ډیر کړیږي

۱۳۹۵ اسفند ۲۱, شنبه

د آلمان د سره صلیب مشر روندولف زایترز، د سوریې د کړکیچ له پیل څخه شپږ کاله وروسته، د دغه عربي هیواد د روان وضعیت یو تور انځور وړاندې کوي.

https://p.dw.com/p/2Z25F
Deutschland Rudolf Seiters in Berlin
انځور: DW/H. Kiesel

رودولف زایترز چې د آلمان د سوسیال دیموکرات اتحاد ګوند غړی او د آلمان د کورنیو چارو پخوانی وزیر پاتې شوی او اوس د آلمان د سره صلیب کمیټې مشر دی د (epd) یا پروتستان کلیسا خبرې آژانس ته وویل چې د سوریې خلک د بل هر وخت په پرتله نن ډیر کړیږي او رنځ وړي. هغه زیاته کړه: «دغه هیواد په کنډوالو بدل شوی دی، او ډیر خلک باید د ژوندي پاتې کیدولو له پاره مبارزه وکړي.»

د ۲۰۱۱ میلادي کال د مارچ میاشتې په ۱۵ نيټه دغه بحران پیل شوی دی. دغه حقوق پوه چې په ۱۹۳۷ م کال کې د آلمان په اوسنا بروکه، سیمه کې زیږیدلی دی په سوریې کې د روان جنایت په اړه په ډیرې قهرجنې لحجې سره څرګندونې کړي.

زایترز شکایت کوي: «موږ په پرله پسې ډول په لوړه کچه د بشري حقونو تر پښو لاندې کیدولو، تر یوې اندازې په سیستماتیک ډول، چې د مختلفو متخاصمو ډلو له خوا ترسره کیږي شاهدان یو.»

د آلمان د سره صلیب مشر زیاتوي چې روغتونونه او د استوګنې سیمې په هدفمندانه ډول تر برید لاندې نیول کیږي او خلک د څښاک اوبو او خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.

زایترز زیاتوي: « د نړیوالو د سترګو مخامخ اوس د دغه لوی بشري ناورین تر شپږو کالونو هم ور اوړي، بې له دې چې دغه کړکیچ ته د حل کومه لاره وموندل شي. دا کار ما خفه کوي او کله کله مې عصباني کوي.»

هغه وایې زما هیله به دا وي: د دې پر ځای چې له خلکو سره بیړنۍ مرستې او د دوی د ژوند د بقا له پاره کومک وشي، د سوریې پر بیارغونه دې فکر وشي.

زایترز چې د ۲۰۰۳ م کال راهیسې د آلمان د سره صلیب یا DRK مشر دی ټینګار کوي: «شاوخوا ۱۳،۵ میلیونه سوریایان د بشري مرستو پورې تړلي دي یعنې د دغه هیواد د وګړو تر پخواني شمیر زیات.»

اټکل کیږي چې لږ تر لږه ۴ میلیونه سوریایان بهرنیو هیوادونو ته مهاجر شوي وي. د سوریې حلال احمر چې د آلمان د سره صلیب همکار دی، یوازنې سازمان دی چې د سوریې د رژیم او یاغیانو تر کنترول لاندې دواړو سیمو کې فعالیت کوي، خو دغه سازمان هم ټولو برخو ته لاسرسۍ نه لري. زایترز وایې: «نږدې پنځه میلیونه انسانان په محاصره یا هغو سیمو کې ژوند کوي چې لاسرسۍ ورته مشکله ده.»

هغه زیاته کړه چې په عین وخت کې مرستندویان اکثره وخت د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره کار کوي. تر اوسه پورې د حلال احمر کمیټې  ۶۳ تنه کارکونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د آلمان د سره صلیب مشر وایې«دا یو ویرونکی او خواشینی کونکی شمیر دی.»

په سوریه کې د بشارالاسد رژیم د مختلفو یاغي ډلو د بیلګې په توګه «اسلامي دولت » ډلې سره د قدرت پر سر په جګړه کې ښکیل دی. روسیه او ایران د رژیم ملاتړ کوي، برعکس امریکا متحده ایالات او ترکیه د یاغیانو. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.12.2016):