1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زاکربرګ د اروپا پارلمان له سختو پوښتنو سره مخامخ شو

۱۳۹۷ خرداد ۲, چهارشنبه

د امریکا په کانګرس کې تر سختو پوښتنو ځوابولو وروسته، د فیسبوک مشر مارک زاکربرګ د اروپا پارلمان له سختو پوښتنو سره مخامخ شو. دغه غونډه په اروپا کي د معلوماتو د خونديتوب قانون تر پلي کېدو څو ورځي مخکي وشوه.

https://p.dw.com/p/2yCVk
Brüssel EU-Parlament | Mark Zuckerberg, Facebook-CEO mit Antonio Tajani
انځور: Getty Images/AFP/T. Roge

زاکربرګ د سه شنبې په ورځ د اروپا پارلمان استازو پوښتنې ځواب کړي. که څه هم هغه یو ځل بیا د فیسبوک شبکې له خوا د کاروونکو له راټولو شویو معلوماتو څخه د سیاسي ګټه اخیستنې له کبله بخښنه وغوښته، او ټینګار یې وکړ چې فیسبوک به د معلوماتو د خوندي کولو په موخه جدي اقدامات وکړي، خو بیا هم ډیري پوښتني بې ځوابه پاتي شوې.

د غونډي جوړښت داسې وو چې استازو یو په بل پسې خپلې پوښتنې مطرح کولې او په پای کې بیا زاکربرګ هغه ځوابولې. زاکربرګ خپل ځوابونه د پوښتنو په کټګوري کولو سره بیان کړل.

زاکربرګ وویل: «موږ خپل مسوولیتونه په کافي اندازه په پام کې و نه نیول. دا یوه اشتباه وه. زه بخښنه غواړم.»

Brüssel EU-Parlament | Mark Zuckerberg, Facebook-CEO
انځور: Reuters/Reuters TV

هغه ټینګار وکړ چې د جمعې په ورځ به د اروپايي ټولنې د معلوماتو د ساتنې قانون بشپړه توګه په پام کې ونیسي. زاکربرگ د فیسبوک د هغې پریکړې په اړه معلومات ور نه کړل چې غواړي په اروپايي ټولنه کې د میشتو کسانو معلومات له دې بلاک څخه بهر ځای پر ځای شویو سرورونو ته انتقال کړي.

استازي د زاکربرګ له ځوابونو خوښ نه ول

د اروپايي ټولنې قانون جوړوونکي د فیسبوک له مشره خوښ نه ول، او د غونډې د جوړښت په اړه آن په غوسه ول. غونډې ټول ټال ۹۰ دقیقې دوام وکړ چې د اروپايي ټولنې د پارلمان د ګوندونو مشرانو او د ځينو کمېټو غړو پکښې ګډون کړی وو. د غونډي ډیر وخت د اروپا د پارلمان غړو په خپلو پوښتنو او اندیښنو مطرح کولو سره تیر کړ. له همدې کبله د زاکربرګ ځوابونو ته ډیر وخت پاته نه وو.

د اروپا په پارلمان کې د زرغون ګوند د دیجیتال پالیسي ویاند جان فیلیبپ، دویچه ویله ته وویل چې «زاکربرګ خپل ډیر اعتبار له لاسه ورکړی دی او اوس فیسبوک او نوري لویې انترنتي کمپني پوهیږي چې نه شي کولاي له اروپايي ټولنې سره خرابي وکړي».

هغه زیاته کړه: «اروپايي ټولنه پر فیسبوک باندې اعتماد کولای نه شي چې په اروپا کې د خپلو کاروونکو ستونزي په یوازیتوب حل کړي او په یوازې سر د هغو ساتنه وکړي.»

د اروپا په پارلمان کې «منځني کیڼ اړخي سوسیال او دیموکراتانو ډلې» د تویتر له لارې د دې غونډې په اړه خپل نارضایتي وښوله. دې ډلې لیکلي دي: «دا جوړښت [د غونډې جوړښت] ریښتنو پوښتو ته وخت نه ورکوي. مارک زاکربرګ د خلکو اندیښنو ته له ځواب ورکولو پرته خلاص شو.»

زموږ له آرشیف څخه: