زاخیلوال پر نوازشریف د سرحد پرانیستلو غږ وکړ
۱۳۹۵ اسفند ۱۲, پنجشنبهدغه سرحدونه په پاکستان کې تر بمي بریدونو وروسته، دوې اوونۍ وړاندي تړل شوي دي. پاکستاني چارواکي د دغو بریدونو پړه پر هغو یاغیانو باندي اچوي چې په خبره یې له افغانستانه، دې هیواد ته راوښتي دي.
افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال ویلي دي چې د دغو سرحدونو د بندیدو له کبله افغانان له ستونزو سره مخامخ شوي دي. هغه دغه غوښتنه د چهارشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د ایکو یا «اقتصادي همکاریو سازمان» په یوه غونډه کې وکړه. په دې سازمان کې لس هیوادونه غړیتوب لري.
پاکستان له هغه وروستهه چې په يوه زيات کې بريد ۹۰ کسان ووژل، له افغانستان سره د چمن او تورخم سرحدي سیمي وتړلې.
د دغه بريد مسئوليت ترهګري ډلي داعش پورې تړلي یوه ګروپ پرغاړه واخیسته. پاکستان ادعا کوي چې اسلامي دولت په افغانستان کې پټنځایونه لري.
څو ورځي مخکي په پاکستان کي د افغانستان سفير زاخيلوال پخپله فيسبوک پاڼي کي له افغانو څخه غوښتي ول چې افغانان دي بېله اړتيا پاکستان ته له سفر کولو څخه ډده وکړي: «پاکستان ته له سفر کولو څخه ډده وکړئ، حتی که سرحد بيرته پرانيستل هم سي.»
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: