1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زاخیلوال: زما د بدنامۍ هڅه کیږي

۱۳۹۱ مرداد ۱۷, سه‌شنبه

د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال، پر هغه باندې لگیدلي د مالي فساد تورونه رد کړل. زاخیلوال زیاته کړه چې یو شمیر کسان د هغه د بدمانۍ هڅه کوي. هغه د خپلو شتمنیو په اړه د افغانستان له لوی څارنوالۍ څخه د څیړنو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/15lJn
انځور: AP

د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال، د سه شنبې په ورځ په کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د افغانستان له لوی څارنوالۍ څخه وغوښتل چې د هغه ټولې شتمنۍ وڅیړي. هغه همداراز له دې ارګان څخه وغوښتل چې که پر هغه باندې لگول شوي د ادارې فساد تورنه ثابت نه شي نو باید هغو کسانو ته جزا ورکړل شي چې پر ده باندې ئې بې ځایه تورونه لګولي دي.

له ادارې فساد سره د مبارزې عالي ادارې ویلي دي چې له خپلې دندې څخه د سؤ استفادې په تور باید د ښاغلي زاخیلوال دنده د تعلیق حالت ته راوستل شي.

زاخیلوال په دې خبري کنفرانس کې وویل چې پر هغه باندې لګول شوي ټول تورونه بې بنسټه دي او د خپل د شخصیت د اعادې هڅه به وکړي. د افغانستان د مالیې وزیر زیاته کړه چې د هغه د شخصي معلوماتو بربنډول د افغانستان د اساسي قانون خلاف دي. د زاخیلوال په خبره یو شمیر کسان د هغه د بدنامه کولو هڅه کوي.

له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې له افغان ولسمشر څخه غوښتي دي چې د زاخیلوال د شتمنیو په اړه د شفافه څیړنو له پاره باید د هغه دنده د تعلیق حالت ته راوستل شي. د دې ادارې مشر عزیزالله لودین، د سه شنبې په ورځ وویل چې د هغه اداره د زاخیلوال په اړه د رارسیدلو معلوماتو پر اساس څیړنې کوي:

«موږ د رارسیدلو معلوماتو پر اساس څیړنې کوو. لومړۍ باید موږ پوه شو چې دومره پیسې له کوم ځایه راغلي دي. پر دې سربیره د یو شمیر تړونونو په هکله هم له موږ سره ځینې شواهد شته چې اوس ئې له تاسو سره نه شو شریکولای. باید څیړنې وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې زاخیلوال د افغانستان له لوی څارنوالۍ څخه غوښتي دي چې تر څیړنو وروسته هغو کسانو ته جزا ورکړي چې د هغه د بدنامولو هڅه کوي.

د هغو اسنادو له مخې چې د افغانستان په رسنیو کې خپاره شوي دي یوازې د جولای په میاشت کې د زاخیلوال بانکي حساب ته ۵۰۰ زره ډالر یوځل او ۳۰۰ زره ډالر دویم ځل لیږدول شوي دي. خو زاخیلوال وایي چې د هغه په شخصي حساب کې هیڅ کله هم له ۳۰۰ زره ډالرو څخه زیاتې پېسې موجودې نه وې:

«زه کورنۍ ژوند هم لرم. زما کورنۍ په افغانستان کې لوړ عاید لري. یوازې زما ورونه او خویندې د میاشتې ۴۰ زره ډالر معاشونه تر لاسه کوي. هغوی له بهر څخه معاشونه اخلي.»

زاخیلوال وویل چې له ادارې فساد سره د مبارزې ادارې په غیر قانوني ډول د هغه د بانکي حسابونو په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړي دي. حضرت عمر زاخیلوال اوس د افغانستان لوی څارنوالۍ ته یو لیک استولی دئ چې پکښې د هغه د منقولو او غیر منقولو شتمنیو په هکله د څیړنو غوښتنه شوې ده.

حسین سیرت/ کابل
کتونکی: مسعود جهش