1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

رپوټونه: میرکل د «بامف» ادارې د ستونزو په هکله معلومات لرل

۱۳۹۷ خرداد ۱۳, یکشنبه

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې د ادارې پخواني مشر ویلي چې هغه انګلامیرکل ته د دې ادارې پر کارکوونکو باندې له حده ډیره د تقاضاوو په هکله معلومات ورکړي وو. د همدې ادارې یوه چارواکې بیا د رشوت اخیستو له تورونو سره مخ ده.

https://p.dw.com/p/2yraI
Portugal Lissabon Angela Merkel Besuch bei Antonio Costa, Premierminister
انځور: Reuters/R. Marchante

د مهاجرت او پناه غوښتنې په چارو کې د آلمان د فدرالې ادارې یا «بامف» پخواني مشر تور پورې کړی چې هغه صدراعظمې میرکل ته دوه ځلې د دې ادارې پر کارکوونکو باندې د ډیر کاري فشار او تقاضاوو په هکله معلومات ورکړي وو.

د «بامف» پخواني مشر فرانک یورګن وایزه د «بیلډ ام زونتاګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي چې نوموړي له میرکل سره په مخامخ خبرو کې د «بامف» په اداره کې د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزونې د نوعیت په هکله خپل شکایت څرګند کړی وو.

وایزه د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر او د ۲۰۱۶م کال د دسمبر میاشتې په موده کې یې د «بامف» ادارې مشري په غاړه لرله. نوموړي د خپل کار په دې موده کې فدرالي حکومت ته د «بامف» د مدیریت له پاره د خپلو تجربو په هکله دوه رپوټونه هم لیکلي وو.

د «بیلډ ام زونتاګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼه ادعا کوي دغه رپوټونه یې لیدلي دي. بل لوري ته بیا د دې ادارې پخواني مشر وایزه همداراز د «بامف» ادارې د ناکامۍ په هکله د آلمان د کورنیو چارو وزارت ته هم ګوته نیولې ده. وایزه په دې هکله ویلي: «هغه پوښتنه چې راولاړیږي هغه دا ده چې ولې هیڅوک د یادې ادارې د «آی. ټي» یا کمپیوټري سیستم وضعیت او د کارونو د پرمخ وړلو مسئلې ته نه دي متوجه شوی.» نوموړی وړاندې زیاتوي چې وضعیت ته په کتو سره دا د توضیح وړ نه ده چې څرنګه داسې فکر وشي چې بامف به د دې وړتیا ولري چې د یو ډیر زیات شمیر مهاجرینو دوسیې او چارې پرمخ یوسي.

Bundesamt für Migration und Flüchtlinge, Außenstelle Bremen
په بریمن ښار کې د «بامف» هغه دفتر چې پکې د فساد د پیښو شک موجود دیانځور: picture-alliance/dpa/M. Assanimoghaddam

د «بیلډ ام زونتاګ» په نامه یادې آلمانۍ ورځپانې د وایس په حواله وړاندې ليکلي چې نوموړي د بامف ادارې په هکله د خپلو موندنو یو رپوټ د آلمان د کورنیو چارو وزارت ته هم لیږلی وو. د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند بیا د وایزه د رپوټ موجودیت تائید کړی او ویلي یې دي چې د هغه ځینې وړاندیزونه د وضعیت د ښه کیدو په موخه په اوسنیو هڅو کې ترسترګو کیږي.

بامف او د رشوت اخیستنې ادعاوې

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدراله اداره اوسمهال د یوې افتضاح له دوسیې سره لاس او ګریوان ده. د آلمان په بریمن ښار کې د «بامف» ادارې له یوه سیمه ایز چارواکي څخه پلټنې روانې دي. پر دغه چارواکي تور دی چې د مهاجرینو شاوخوا ۱۲۰۰ دوسیې یې پرته له دې چې اړونده شرایط پوره کړې، ارزولي او پناه غوښتونکو ته یې مثبت ځواب ورکړی دی.

د بریمن په پيښه کې داسې تورونه هم وضع شوي چې د مهاجرت ادارې دغه چارواکي د ۲۰۱۳م کال نه تر ۲۰۱۶م کال پورې د دغو ناقانونه کارونو په بدل کې رشوت هم ترلاسه کړی دی. د آلمان د خوندیتوب د قانون له مخې په دې پیښه تورنه الریکه بې. ښوول شوې او نوموړې دغه تورونه رد کړي او هغه یې «بې منطقه» یاد کړي دي. په دې پیښه کې د «بامف» ادارې څلور نور کارکوونکي هم د ممکنه اداري فساد په تور تر پلټنو لاندې دي.

زموږ له ارشیف څخه: