1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د بګرام د زندان راتلونکې لا نامعلومه ده

۱۳۹۱ شهریور ۱۷, جمعه

په یوه رپوټ کې راغلي دي چې که څه هم امریکا له افغانستان سره یو تړون لري چې له مخې ئې باید د بګرام زندان مسئولیت افغانانو ته وسپارل شي خو ښايي دغه هیواد غواړي چې لږ تر لږه د دې زندان د یوې برخې کنترول له ځان سره وساتي.

https://p.dw.com/p/164mP
انځور: dapd

افغانستان او متحده ایالاتو د مارچ په میاشت کې یوه موافقه لاسلیک کړه چې د هغې له مخې باید د بګرام د زندان اداره او کنترول په بشپړه توګه افغانانو ته وسپارل شي. د پلان له مخې باید دغه کار د دوشنبې په ورځ تر سره شي.

خو د «Open Society Foundation» یا د پرانیستې ټولنې بیناد چې د امریکایي میلیاردر جارج سوروز، له خوا جوړ شوی دئ وایي چې افغانانو ته د بگرام د زندان د مسئولیت سپارلو شپږ میاشتینۍ موده لنډه ده. دې بنیاد نیوکه کړې ده چې په دی موده کې ډیری نیمګړتیاوې تر سترگو شوي دي. د پرانیستې ټولنې د بنیاد په حواله په بگرام زندان کې د هغو اچول شوو بندیانو برخه لیک لا تر اوسه پورې معلوم نه دئ چې له یوه دریم هیواد څخه دي. بنیاد زیاته کړې ده چې پر دې سربیره د نوو بندیانو برخه لیک هم معلوم نه دئ چې له هغو سره به څه کیږي، چاته به سپارل کیږي او د هغوی له بشري حقونو څخه به څوک ساتنه کوي.

د دې بنیاد په رپوټ کې راغلي دي: «داسې ښکاري چې امریکا متحده ایالات غواړي په افغانستان کې د سپتمبر له میاشتې وروسته هم د زندان صلاحیتونه له ځان سره وساتي. ټول هغه افغان چارواکي چې د دې رپوټ د جوړلولو له پاره ورسره مرکه شوې ده د دې پریکړې مخالفت کوي.»

د بګرام په زندان کې چې د افغانستان د «ګوانتانامو» په نامه هم یادیږي، د افغانستان د تیرې لس کلنې جګړې په ترڅ کې نیول شوي یاغیان ساتل کیږي. په هغو کې نه یوازې افغانان بلکه بهرنیان هم شامل دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي غوښتنه کړې وه چې د بګرام د زندان کنترول باید د افغانستان او امریکا تر منځ د یوې موافقې په ترڅ کې له افغانستان څخه په ۲۰۱۴ کال کې د امریکایي سرتیرو د یوې سترې برخې له وتلو څخه مخکې افغان چارواکو ته وسپارل شي.

د «Open Society Foundation» د رپوټ له مخې د مارچ له میاشتې راهیسې ۶۰۰ نور کسان د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي دي چې لا تر اوسه پورې د هغوی برخه لیک معلوم نه دئ. دا به داسې حال کې ده چې کله چې افغانستان او امریکا د بگرام د زندان د مسئولیتونو د لیږد تړون لاسلیک کاوه یوازې د ۳۱۰۰ بندیانو دوسیې په پام کې نیول شوې وې.

دغه راز د ۵۰ بهرنیو بندیانو د برخه لیک په اړه هم په تړون کې په پام کې نه دئ نیول شوی. د دغو بهرنیو بندیانو ډیری برخه پاکستانیان دي. داسې اندیښنې موجودې دي چې ښايي دغه بندیان د یوې نامعلومې مودې له پاره وساتل شي.

د نوموړي بنیاد په رپوټ کې زیاته شوې ده: «امریکا متحده ایالات لیوالتیا نه لري چې ځینې مهم بندیان افغان حکومت ته وسپاري او له دې سره د بندیانو د لیږد موضوع له سختو ننګونو سره مخامخه شوې ده. په دې معنی چې امریکا ښایي غواړي د سپتمبر له نهمې نیټې څخه وروسته هم د نوموړي زندان یوه برخه تر خپل کنترول لاندې وساتي.»

«د پرانیستې ټولنې بنیاد» ویلي دي چې امریکایي چارواکو ورته ویلي دي چې هغوی لا تر اوسه کولای شي چې په افغانستان کې یاغیان ونیسي او هغوی له خپل ځان سره وساتي. دغو چارواکو چې هویت ئې په رپوټ کې نه دئ بربڼد شوی زیاته کړې ده چې هغوی به ټول بندیان افغانانو ته و نه سپاري.

نوموړې بنیاد دغه راز د بګرام د بندیانو په اړه اندیښنه څرگنده کړې ده او ویلي ئې دي چې د افغان حکومت د نوو مقرراتو او چلندونو په هکله اندیښنه اندیښنه لري چې نه شي بندیان پرته له کوم قضایي بهیر څخه وساتل شي او بشري حقونه ئې سلب شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش