1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ایالتي حکومتونه پر مهاجرو ۱۷ میلیارده یورو لګوي

۱۳۹۴ دی ۸, سه‌شنبه

«دی ویلت» ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ (د دیسمبر ۲۹مه نیټه) په خپل یو رپوټ کې لیکلي دي چې د آلمان فدرالي حکومت به په ۲۰۱۶ کال کې د مهاجرو د کړکیچ پر قابو کولو ۱۷ میلیارده یورو لګوي.

https://p.dw.com/p/1HVHu
Deutschland Refugees of Rails Köln Workshop
انځور: DW/R. Breuer

په ۲۰۱۵کال کې د آلمان فدرالي حکومت د دې هیواد د تعلیم او څیړنې وزارت ته ۱۵،۳میلیارده یورو بودیجه پلان کړې وه، خو د مهاجرو د کړکیچ د تنظیم له پاره دا ۱۷ میلیارده یورو پلان شوې بودیجه د هغو اقدامات ښودونکې ده چې په دې هیواد کې د مهاجرت د کړکیچ د قابو کولو له پاره تر لاس لاندې دي. دا شمیره د دې ورځپاڼې له خوا د آلمان د ایالتونو په مالیه وزارتونو کې د تر سره شوی سروی پایله ده.

هغه کسان چې په آسیا، منځني ختیځ او افریقا کې له جګړو او غریبي څخه په تیښته کې دې دا هڅه کوي چې ځان آلمان ته ورسوي. لامل یې کیدای شي د مهاجرو له پاره د آلمان سخاوتمندانه تګلارې وي.

د آلمان ایالتي حکومتونو په وار وار سره ګله کړې ده چې دوی نه شي کولای د مهاجرو کړکیچ قابو کړي او له فدرالي حکومت څخه یې د مرستې غوښتنه کړې ده. د صدراعظمې انګلا میرکل د پرانیستو دروازو د تګلارې له کبله د هغې په خپل محافظه کار ګوند کې هم ستونزې پیدا شوي دي. د بایرن ایالت لومړي وزیر هورست زیهوفر، په وار وار سره پر میرکل نیوکې کړي دي او د مهاجرو د شمیر د محدودولو غوښتنه یې کړې ده.

د «دې ویلت» په حواله د بریمن ایالت چې خپل مالي معلومات یې په دې سروې کې نه دي شریک کړي، په نظر کې نه نیولو سره د نورو ایالتونو اوسني پلانونه ښيي چې پر مهاجرو د ټولو ایالتونو لګښت به ۱۶،۵میلیارده یورو وي. دا پیسې یوازې مهاجرو ته ځانګړې شوي دي.

Deutschland Dialog unter Flüchtlingen in Ostern-Broken
انځور: Nasir Forutan

د دې ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي دي چې کیدای شي رښتني لګښتونه له دې څخه لوړ وي ځکه د مالیې ايالتي وزارتونو د هغه اټکل له مخې خپل پلانونه برابر کړي دي چې آلمان ته به په ۲۰۱۵کال کې ۸۰۰زره مهاجر راځي. په حقیقت کې خو د نومبر میاشت په پاې کې ۹۶۵زره مهاجر آلمان ته رسیدلي وه.

اټکل کیږي چې د ۲۰۱۵کال تر پای پورې آلمان ته له یو میلیون څخه ډیر مهاجر ځان ورسوي. اروپایې اتحاديې په وروستیو کې له ترکیې سره یو هوکړه لیک ته ورسیدل چې له مخې یې ترکیې سره درې میلیارده یورو نقدي مرستې کیږي او همداراز په اروپایې اتحادیې کې د ترکیې پر غړیتوب به هم خبرې له سره پیل شي خو په بدل کې به يې ترکیه هڅه کوي تر څو اروپایې اتحاديي ته د مهاجرو تګ تنظیم شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب